د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د جرګې یو شمېر غړي دایمي غیر حاضر وي او یا هم په عمومي ناستو کې ګډون نهکوي.
د ولسي جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړو د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، علم خان ازادي، اسحق رهګذر، عزتالله عاطف، سید منصور نادري، فریدون مومند او امانالله ګذر د جرګې هغه غړي دي چې ډېر کله په عمومي ناستو کې حضور نهلري.
د دغې جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وطندوست وايي، هغه وکیلان چې پرته له کوم موجه عذره دایمي غیابت لري باید د ملي شورا امتیازاتیې سلب شي.
نوموړی وايي:
"موږ به دا وڅېړو چې د کورني دندو د اصولو له مخې کوم قانوني عذر ونهلري، معاشونه او امتیازونهیې باید سلب شي."
په ورته وخت کې د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمد احمدزی وايي، که څه هم په جرګه کې د دغو وکیلانو نهموجودیت په ځینو مواردو کې د نصاب د نهپوره کېدو لامل ګرځي خو په خبرهیې یاد وکیلان له خپلو خلکو سره دي.
ښاغلي احمدزي زیاته کړه:
"که ازادي صیب دی، امانالله ګذر، عزتالله عاطف او یا فریدون خان دی د خپلو خلکو په منځ کې حضور لري او د خلکو له لوري موږ ته په دې اړه شکایت نهدی شوی."
د افغانستان ولسي جرګه په خپله ۱۶مه دوره کې ده او د افغانستان د اساسي قانون خلافیې خپل اووم کاري کال پیل کړی دی.
د یو شمېر وکیلانو د دایمي غیابت تر څنګ ځیني داسې وکیلان هم شته چې په نورو دولتي برخو کې په کور دننه او بهر په دندو ګمارل شوي او اوسمهال د جرګې غړیتوب نهلري.
د اداري پلاوي په خبره دا چې د ولسي جرګې وروستی کاري کال نهدی مشخص، نو نویو وکیلانو د دغو وکیلانو ځای نهدی ډک کړی او له همدې امله د ولسي جرګې نصاب له ۲۴۹ څخه شااوخوا ۲۴۰ ته راټیټ شوی دی.
خو پوښتنه دا ده چې د جرګې یو شمېر وکیلان ولې په عمومي او مهمو ناستو کې ګډون نهکوي؟
هڅه مو وکړه چې په دې اړه له یو شمېر هغو وکیلانو سره چې په راپور کې یې نومونه اخیستل شوي هم خبرې وکړو خو بریالي نهشوو.
د ولسي جرګې غړی فرهاد صدیقي بیا امنیتي ګواښونه د دغې موضوع عمده لامل یادوي.
دی وايي:
"ملي امنیت او یو شمېر نور بنسټونه ورته پرلهپسې راپورونه ورکوي چې له احتیاطه کار واخلي ځکه د وژلو په اړهیې پلان نیول شوی «ګواښل شوي دي» نو ځکه وېره لري، خو په مهمو ورځو کې کله چې قانون پاسېږي او اجنډا مهمه وي تالار ته راځي."
اوس ولیدل شي چې اداري پلاوی به د غیابي وکیلانو په اړه څه پرېکړه کوي ایا په ملي شورا کې به د هغوی امتیازات سلب کړي او که نه؟
دا هغه پوښتنه ده چې وخت بهیې ځواب کړي.
راپور: عبادالله حنانزی