د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

روغتیا وزارت: افغانستان کې د پولیو ویروس ختمولو ته نېږدې شوي یو


د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، په دغه هېواد کې د پولیو ویروس یا د ماشومانو د ګوزڼ ختمولو ته نېږدې شوي دي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروزالدین فیروز د یکشنبې په ورځ د دغه کمپاین د پیل مراسمو کې د دولت له مخالفو وسله‎والو وغوښتل چې د پولیو پر ضد د واکسین کمپاین مخالفت ونه‌کړي او واکسیناتورانو ته اجازه ورکړي چې د افغانستان ټولو ولایتونو کې دا کمپاین ترسره کړي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروزالدین فیروز
د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروزالدین فیروز

ښاغلي فیروز زیاته کړه:

"هماغه هدف چې افغانستان‌يې د پولیو ویروس د مخنیوي او د له‎منځه وړلو لپاره لري ورته نېږدې شوي یو، بله خبره دا چې غواړم د جنګ په ټولو ښکېلو غاړو غږ وکړم چې دا یو ملي او افغاني برنامه ده، د افغانستان د ماشومانو لپاره ده نو وسله‎وال مخالفین او دولت دواړه دې اجازه ورکړي چې زموږ واکسیناتوران په ټولو کورونو وګرځي او ماشومانو ته واکسین وکړي ځکه افغان ماشوم ته باید د معیوبیت او د بل په اوږو د بارېدو سزا ورنه‎کړل شي."

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په ‎دغه درې ورځني کمپاین کې به ۸ اعشاریه اته میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه‌يې له پنځه کلونو کم وي واکسین شي.

د عامې روغتیا وزیر وویل، اوس‌مهال په درېیو ولایتونو "غور، بامیان او دایکنډي" کې د سړې هوا له امله دا کمپاین نه‎شي ترسره کېدای.

دا په داسې حال کې ده چې د معلوماتو له مخې د روان ۲۰۱۷ میلادي کال له پیل څخه تر دې دمه د افغانستان په دوو ولایتونو کندهار او هلمند کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دا هم وايي چې امنیتي ستونزې، د کډوالو راستنېدنه، داخلي کډوالي او له غیر رسمي پولو څخه د کورنیو تګ-راتګ هغه لاملونه دي چې د دغه ویروس انتقال ته زمینه برابروي.

بل‎‎خوا د پولیو پروګرام مسؤلین وايي چې په دغه هېواد کې به د ناامنیو له امله سلګونه زره ماشومان د پولیو له واکسینه پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ویناوو له مخې د کابل په ګډون جنوبي او جنوب غرب ولایتونو کې یو شمېر واکسیناتوران د وسله‎والو مخالفینو په حملو، بمي بریدونو او هدفي وژنو کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عالمانو شورا یو شمېر غړي وايي، هر څوک چې د پولیو د واکسین پر ضد فتوا ورکوي دا د پردیو د ګټو لپاره کار کوي.

د دغې شورا غړي مولوي ریحان د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، په کومو سیمو کې چې د پولیو د واکسین پر ضد فتوا ورکول کېږي دا دیني فتوا نه بلکې سیاسي فتوا ده.

نوموړی وايي:

"هر هغه څوک چې د پولیو یا د ګوزڼ د واکسین خلاف خبره کوي، یا زموږ نازولي واکسیناتوران وژني یا يې ځوروي دا دیني او علمي فتوا نه‎ده بلکې سیاسي فتوا ده چې د پردیو په لمسون ورکول کېږي څو پورې چې د افغانستان خلک صحتمند ونه‌اوسي."

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې اوس هم د افغانستان ختیځو، جنوبي او جنوب ختیځو سیمو کې د پولیو ویروس موجود دی.

دا سازمان زیاتوي تېر میلادي کال په کونړ کې د پولیو څلور، په پکتیکا کې اووه، په کندهار او هلمند کې یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.

راپور : اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG