د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

داعش ضد ائتلاف افغانستان کې د داعش پرضد ددغه هېواد مبارزه ستایلې


د اسلامي دولت ډلې یا داعش ضد ائتلاف غړو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په کوربه‎توب پرون په واشنګټن کې غونډه وکړه.

د غونډې په ګډ بیان کې د داعش پر ضد د افغان امنیتي دفاعي ځواکونو د مبارزې او د افغان حکومت له‎خوا د دې مبارزې د ملي سټراټیژۍ د تطبیق ستاینه شوې ده.

دې غونډه کې په دې ائتلاف کې د شاملو لسګونو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو او جګ‎پوړو چارواکو ترڅنګ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم ګډون کړی و.

که څه هم د داعش د فعالیت اصلي ډګر عراق او سوریه ګڼل کېږي خو ښکاري چې د دې ډلې وسله‎والو په افغانستان کې هم خپل فعالیت پیل کړی دی.

همدې ډلې نېژدې دوه اوونۍ مخکې کابل کې د سردار محمدداودخان پر روغتون د خونړۍ حملې مسؤلیت په غاړه واخېست.

داعش کابل کې د سردار محمدداودخان پر روغتون د خونړۍ حملې مسؤلیت په غاړه واخېست.
داعش کابل کې د سردار محمدداودخان پر روغتون د خونړۍ حملې مسؤلیت په غاړه واخېست.

دې ډلې په ځینو اروپايي هېوادونو کې هم خونړۍ حملې کړي دي.

د پرونۍ غونډې بیان په نورو هېوادونو په تېره عراق او سوریه کې د دې ډلې پرضد د مبارزې د بریاوو یادونه هم کړې ده.

بیان همدا راز یادونه کوي چې د دې بریاوو لپاره په تېره هغو ځواکونو چې افغانستان، عراق، سوریه، لیبیا، ترکیه او د افریقا او منځني ختیځ په ګډون نورو سیمو کې د داعش ډلې پر ضد د مبارزې لومړۍ کرښه کې پراته دي درنه بیه پرې کړې.

په بیان کې دا یادونه هم شوې چې د ائتلاف د داعش ډلې پر ضد جدي مبارزې ته ژمن دي.

د داعش ضد ائتلاف د غړو له غونډې سره په یوه وخت کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت ویاند د امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د داعش له منځه وړل په سږني کال کې د ناټو هدف دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له داعش ډلې سره د اغېزمنې مبارزې لپاره افغانستان ته د اضافي امریکايي سرتېرو د استولو غوښتنه وکړه.

صلاح الدین رباني چې په واشنګټن کې د اتلانتیک شورا په تحقیقاتي مرکز کې خبرې کولې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د هغه وړاندیز هرکلی وکړ چې افغانستان ته یې د څو زره نورو سرتېرو د استولو غوښتنه کړې ده.

اوس مهال نېژدې اته نیم زره امریکايي سرتیري افغانستان کې دېره دي.

د ولسمشر ډونالډټرمپ ادارې تر اوسه نه‎دي ویلي چې ایا افغانستان ته به د نیکلسن له وړاندیز سره سم نور ځواکونه واستوي کنه؟

XS
SM
MD
LG