د خوشحاله هېوادونو د نړيوال راپور په فهرست کې افغانستان ۱۴۱ راغلى دى.
د ٢٠١٧ میلادي کال په دغه راپور کې ناروې په اول، ډنمارک په دوهم او د مرکزي افريقا جمهوريت وروستي کتار کې راغلى دى.
د خوشحاله هېوادونو د سږ ميلادي کال په راپور کې ناروې په اول کتار کې راغلى حال دا چې په ٢٠١٦ میلادي کال کې دغه هېواد څلورم و.
د سږ کال په راپور کې ډنمارک دوهم، ايسلنډ درېيم او سويس په څلورم کتار کې راغلي دي.
په دغو څلورو هېوادونو کې هغه عمده دلايل چې د خلکو له خوښۍ سرهيې مرسته کړې د خلکو ازادي، سخاوت، صداقت، روغتيا، ښه عوايد او ښه حکومتوالي ښودل شوې ده.
خو افغانستان چې د فاسدو هېوادونو په کتار کې تر ګڼو هېوادونو مخکې دى، د خوشحاله هېوادونو د سږ کال په راپور کې ١۴١م دى.
پاکستان، ايران، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، اذربايجان، تاجکستان او قرغزستان تر افغانستان مخکې او نسبتاً په ښه موقف کې دي.
د مرکزي افريقا جمهوريت د خوشحاله هېوادونو په کتار کې اخري يعنې يوسل او پنځه پنځوسم دى.
افغانستان د ٢٠١٦ میلادي کال په فهرست کې ۱۵۴ و، خو سږ کال يو څو درجې مخکې شوى دى.
دغهراز د امريکا متحده ايالات چې په ٢٠١٦ میلادي کال کې د خوشحاله هېوادونو په فهرست کې ديارلسم و، د سږ کال په راپور کې څوارلسم راغلی دی.
د خوشحاله هېوادونو اول نړيوال راپور د ٢٠١٢ میلادي کال په اپرېل مياشت کې د ملګرو ملتونو د هغې غونډې په ملاتړ خپور شو چې په لوړه کچه د خوښۍ او هوساينې په هدف جوړه شوې وه.
د سږ کال په راپور کې دا نتيجه اخيستل شوې چې کار او مصروفيت هم د خوښۍ عمده دليل دى، دغهراز ذهني او بدني روغتيا، ټولنيزې اړيکې او په اقتصادي لحاظ پر ځان بسياينه هم د خوښۍ مهم لاملونه ګڼل شوي دي.