د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

ویسا: روسیې ته د حنیف اتمر سفر رښتیا اندېښنې لېرې کړې؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم روسیې ته د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار تر سفر ورسته د یو شمېر راپورته شویو خبرو او د هغه هېواد د مرستو او همکاریو د ژمنو په اړه هم مطالب چاپ کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ویلي، روسیه او امریکا باید په اافغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره خپلې هلې ځلې شریکې او افغانستان په خپل منځ کې د همکارۍ په میدان بدل کړي.

په مطلب کې راغلي چې ښاغلي اتمر دغه څرګندونې د روسیې له سپيوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کې کړې دي.

د مطلب لیکوال زیاتوي چې ښاغلي اتمر یاد خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، افغانستان هیله لري چې د نورو کلیدي لوبغاړو په ګډون د امریکا او روسیې لپاره د همکارۍ پلیټ فارم وي، ځکه د نوموړي په خبره کابل غواړي چې د ترهګرۍ او مخدرو موادو پر ضد په مبارزه کې بریالی شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې بیا د موضوع په تړاو په خپل یو مطلب کې لیکلي، د روسيې انټرفکس خبري اژانس خبر ورکړی چې، د افغانستان د کړکېج په اړه د خبرو لپاره د اپرایل په څوارلسمه نېټه په مسکو کې د یو نړیوال کنفرانس تابیا شوې ده.

په مطلب کې د ياد خبري اژانس په حواله راغلي چې، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ویلي په دغه کنفرانس کې د امریکا متحده ایالتونه هم وربلل شوي دي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې ښاغلي اتمر په یاد کنفرانس کې د طالبانو ګډون نه دی رد کړی او ویلي چې کېدای شي طالبان هم په کې برخه واخلي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د موضوع په تړاو خپله سرمقاله په یوې پوښتنه پیل کړې ده، روسیې ته د حنیف اتمر سفر رېښتیا اندېښنې لرې کړې؟
ویسا لیکلي، د ملي امنیت شورا وايي چې مسکو ته د ښاغلي اتمر سفر او له روسي چارواکو سره یې خبرو اترو، هغه اندېښنې لرې کړې چې د روسیې او طالبانو د اړیکو په تړاو له دوی سره پیدا شوې وې.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، دا ډېره د خیر خبره ده چې د سیمې له یو مهم هېواد سره د افغان حکومت اړیکي بېرته عادي کېږي، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره خدای دې وکړي چې د ښاغلي اتمر دغه ډاډ د ولسمشر غني د هغو ادعاوو تکرار نشي چې پاکستان ته یې په خپل لومړي سفر کې له رسنیو سره کړې وې او ویلي یې چې پاکستان سره یې د ۱۳ کلونو ستونزې په ۱۳ ساعتونو کې حل کړې.

خو په سرمقاله کې راغلي دا هېڅکله په دې معنی نه ده چې افغان چارواکي له روسیې او نورو ګاونډیو هېوادونو سره د تفاهم ژبه نشي پیدا کولی، بلکې د ده په خبره دلته د دو اړخیز خلوص او د ستونزې د هواري لپاره د ارادې شتون مهم دی.

XS
SM
MD
LG