د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

ډیپلوماټ: د سولې لاره له کابله تېریږي


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دوو مخکښو جمهوري غوښتونکو سناتورانو جان مکین او لینډسي ګراهام په قلم تر دې سرلیک لاندې چې، ولې ډېرو ځواکونو ته اړتیا لرو چې افغانستان له دغه په ټپه دریدلي حالته را وباسو، یوه لیکنه خپره کړې ده.

دواړه سناتوران لیکي:

د ۲۰۰۱میلادي کال د سيپټمبر په ۱۱مه القاعده د امریکا په خاوره کې درې زره بې ګناه امریکایان ووژل او په ځواب کې امریکا او ناټو افغانستان ته ځواکونه واستول چې ترهګر له پناه ځایونو بې برخې کړي.

د دغو سناتورانو په وینا پردغې جګړې څه باندې ۱۶ کاله اوښتي خو افغانستان یې تر اوسه له شره نه دی خلاص او امریکا هم په دې هېواد کې خپل هدف ته نه ده رسیدلې.

په داسې حال کې چې امریکا خپله سټراټیژي یوازې په دې پورې محدوده کړې چې په دغه جګړه کې د خپلې ماتې مخه ونیسي، امریکايي او افغان سرتېرو ته خطر او د ترهګرې ګواښ ورځ تربلې زیات شوی دی.

د طالبانو فعالیتونو لا خونړي رنګ اخیستي، افغان امنیتي ځواکونو ته ډېر تلفات اړوي او هم یې د نفوذ ساحه پراخه شوې ده.

سناتورانو د افغانستان د امنیتي وضعیت په لاخرابېدو کې هغو راپورونو ته هم اشاره کړې چې وایي، ایران او روسیې هم داسې یوه تګلاره خپله کړې چې امریکا بریالۍ نه بلکه له ناکامۍ سره مخامخ شي.

امریکایي سناتوران جان مکین او لینډسي ګراهام وړاندې لیکي:

امریکا له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې د افغانستان جګړه کې ښکیله ده. که څه هم امریکایان د دغې اوږدې جګړې له امله ستړي شوي دي خو دا ډېره مهمه ده چې دغه ماموریت کامیاب شي.

د دوی په وینا موږ تجربه کړه چې د بې پروایي نتیجه څه ده. هغه ګواښونه چې امریکا ورسره مخامخ ده، واقعي دي او زیات خطرونه یوازې د افغانستان د خلکو ژوند او د سیمې ثبات ته نه بلکه د امریکا ملي امنیت ته هم متوجه دي.

د سولې لاره له کابله تېریږي، ډیپلوماټ خپرونې تر دې سرلیک لاندې په هند کې د افغانستان د سفارت د مرستیال اشرف حیدري په قلم یوه لیکنه خپره کړې.

حیدري لیکي، د نړیوالو او سیمه ییزو امنیتي ګواښونو پیچلتیا او پر افغانستان ېې تمرکز په سیمه او نړۍ کې ښکیل لوبغاړي اندیښمن کړي دي.

د حیدري په لیکنه یو شمېر هېوادونه افغانستان کې د سولې د هڅو د احیا غوښتونکي دي او د افغانستان حکومت هم د ګاونډیو هېوادونو د هر ډول کوښښونو او منځګړیتوب چې افغانستان کې د شخړو له پایته رسېدو سره مرسته وکړي، هرکلی کوي.

ځکه په دې هېواد کې روان تاوتریخوالي په کلیو او ښارونو کې د بې ګناه افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

د لیکوال په باور بې له شکه په دې برخه کې بریالیتوب به نه یوازې افغانستان باثباته بلکه د سیمې امن به هم ورسره تضمین شي.

هغه امن چې د آسیا د زړه هېوادونو اقتصادي پراختیا او د سیمې د خلکو د اړتیاو پوره کول هم پورې تړلي دي.

ډیپلوماټ خپرونه په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ د خطرونو لپاره پر ګډ کار ټینګار کوي او لیکي:

طالبانو ته باید واضح پیغام ورکړل شي چې ټول افغانستان کې سوله غواړي او که هغوی بیا هم شخړو ته دوام ورکړي د سیمې هېڅ یو هېواد به یې ملاتړ ونه کړي.

د خپرونې په وینا په دې توګه به طالبان نړیوال فشارونه احساس کړي تر څو د ترهګرۍ له ډلو فاصله ونیسي او یوه داسې سټراټیژي مخ ته ونیسي چې د سولې فرصت له لاسه ورنه کړي.

XS
SM
MD
LG