د منځني ختیځ لپاره د امریکایي ځواکونو قوماندان پرون خبرداری ورکړ چې امریکا افغانستان کې د طالب وسلهوالو د ماتولو لپاره نورو ځواکونو ته اړتیا لري.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل "Joseph Votel" پرون د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل چې دی د افغانستان جګړې د په ټپه ولاړ حالت د ماتولو لپاره پر یوې نوي سټراټیژۍ کار کوي.
جنرال ووټل وایي، باور یې دا دی چې تازه دمي ځواکونه به افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت اغېز ډېر کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ د پرمختګ پر یوې سټراټیژۍ کار کوو . په دې اړه اوس مهال له دفاع وزیر سره بحثونه لرو. زه او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسن خپل تر ټولو ښه وړاندیزونه دفاع وزیر ته ورکوو . موږ د پرمختګ په انتظار یو. زه باوري یم چې پهدې سټراټیژۍ کې به افغانستان ته د نورو تازه دمه سرتېرو لېږل شامل وي، څو افغان ځواکونو ته د سلا مشورو او مرستې ماموریت لا نور اغېزمن کړي."
په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت وایي، دغه هېواد په کورنۍ جګړې کې ښکیل نهدی بلکه د دوی په خبره له نړیوال ترورېزم سره مخامخ دی.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، هر هغه اقدام چې د ترورېزم په وړاندي مبارزې او افغانستان کې د جګړې د ختمېدو برخه کې کېږي، دوی یې هرکلی کوي.
جنرال وزیري د افغان ځواکونو پر لاپیاوړي کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل:
"زموږ پالیسي او دریځ دا دی چې افغانستان کې جګړه د ترورېزم په وړاندې ده. افغانستان د ترورېزم قرباني دی. د امریکا متحده ایالات او ناټو او هم هغه هېوادونه چې له ترورېزمه اغېزمن دي، باید له افغانستان سره مرسته وکړي څو د دغه هېواد جګړه ختمه شي."
امریکایي ځواکونه له ۱۶ کلونو راهیسې افغانستان کې حضور لري او د افغانستان جګړه د امریکا تاریخ کې تر ټولو اوږد مهاله بهرنۍ جګړه بلل کېږي.
افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسن هم تېره میاشت افغانستان ته د نورو سرتېرو د اړتیا خبره کړې وه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تراوسه د افغانستان د جګړې په اړه کومه مفصله سټراټیژي نهده وړاندې کړې، خو د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال یې افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د حضور د دوام ملاتړ ښودلی وو.
د ناټو ائتلاف دا مهال افغانستان کې ۱۳۳۰۰ پوځیان لري چې شاوخوا نیمایي یې امریکایي ځواکونه دي.
د افغانستان ملي پوځ او پولیس د دغه هېواد د جګړو مشري پهخپله کوي.