په کندهار کې د پوهاند علامه عبد الشکور رشاد د دولسم تلین په مناسبت په جوړ شوي سیمنار کې د هېواد لیکوالو او فرهنګیانو د نوموړي د ناچاپه اثارو د چاپ غوښتنه وکړه.
علامه عبدالشکور رشاد ټول ۱۳۸ چاپ او ناچاپ اثار لري چې ۴۹ یې د نوموړي په ژوند کې ۳۰ نور یې تر مړينې وروسته چاپ شوي دي او ۴۰ نور اثار يې لا هم ناچاپه پاتې دي.
محمدصادق رښتینی دغه سیمنار ته ورغلې او دا راپور يې برابر کړې.