د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۰

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت بیا کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له‎خوا په یوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دغه وزارت مرستیال نصیر احمد اندېشه پرون په کابل کې د پاکستان استازی سید ابرار حسین وربللی او د افغانستان پر کونړ او ننګرهار ولایتونو یې د پاکستان د تېرو څو ورځو راکټي بریدونو په اړه وضاحت ترې غوښتی دی.

د راپورونو له مخې د دغو بریدونو له کبله د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ کې یوه ځنګله اور اخیستی او هم له نورو بېلابېلو سیمو څخه د ژمي په سړو کې ملکي وګړي بې‎ځایه شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصیر احمد اندېشه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصیر احمد اندېشه

په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي اندېشه د ډیورند کرښې ته نېږدې د مهمند اېجنسۍ په کمپ غني سیمه کې د پاکستان د پوځ د وروستیو پوځي تحرکاتو، د یو شمېر افغان کډوالو د ځورونې او نیولو او هم د تورخم او سپین‎بولدک دروازو د تړلو له کبله اندېښنه وښوده او له پاکستاني لوري یې وغوښتل چې د دغو ستونزو په هواري کې دې اقدام وکړي.

د اعلامیې له مخې د پاکستان سفیر ویلي چې د پاکستان د پوځ تحرکات په هغه هېواد کې د ترورېستي او تُندلارو ډلو د ځپلو په هدف دي او زیاتوي چې د افغانستان لوري اعتراض او اندېښنې به د خپل هېواد له مشرانو سره شریکې کړي.

په پاکستان کې تر یو لړ ترورېستي حملو وروسته، اسلام‌اباد شااوخوا ۱۰ ورځې مخکې له افغانستان سره د تورخم او سپین‎بولدک لارې بندې کړې.

XS
SM
MD
LG