افغانستان د ترکمنستان له ۵۰۰ کېلو ولټه وارداتي برېښنا څخه ۲۲۰ کېلو ولټهيې جنوبي ولایت کندهار ته لېږدوي.
له غزني څخه تر کندهاره پورې د دغې برېښنا د لېږد د چارو قرارداد د يکشنبې په ورځ د افغان ولسمشر او کابل کې د هند سفیر په حضور کې د برېښنا شرکت د رئیس قدرتالله دلاوري او د «KAC» هندي شرکت مشر پنکج کومار تندن تر منځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لاسلیک شو.
د برېښنا شرکت رئیس قدرتالله دلاوري وویل چې دا خلکو ته د برېښنا رسونې تر ټولو لويه پروژه ده چې کار بهیې ډېر ژر پېل شي.
نوموړي وویل:
"د ۲۲۰ کېلو ولټ برېښنا لېږد له غزني څخه د کندهار تر ختيځه پورې چې تقریباً ۳۵۰ کیلو متره واټن لري، د امریکا متحده ایالاتو د پراختیايي نړیوالو مرستو له لارې تمویلږي چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به پنځه سب سټيشنونه په قرهباغ، شاهجوی، مقر، قلات او د کندهار په ختیځ کې جوړېږي چې په یوه جلا قرارداد کې به لاسلیک شي."
د ترکمنستان ۵۰۰ کېلو ولټه وارداتي برېښنا د سالنګ له لارې د کابل ارغندې او له همدې طریقه مرکزي او د هېواد جنوبي ولایتونو ته وصلېږي.
تمه ده چې افغانستان ته د دغې برېښنا په رسېدو سره به د يو شمېر ولایتونو د خلکو مهمې اړتیاوې پوره شي.
هغه لار چې له غزني څخه کندهار ته برېښنا پرې لېږدول کېږي کله نا کله د نا امنیو شاهده وي.
خو د «KAC» هندي شرکت مسؤلین چې د دغې برېښنا د لېږد چارې یې په غاړه دي وايي چې د دغې پروژې چارې به په نړیوالو معیارونو سره برابر ترسره کړي.
د دغه شرکت رئیس پنکج کومار تندن د قرارداد د لاسلیک پر مهال وویل:
"په موږ باندې يو ډېر لوی مسؤلیت دی او موږ ډاډه یو چې دغه چاره به په معیاري او ښه کفیت سره ترسره کړو."
د هغه په خبره یاد شرکت د نړۍ په ۶۶ هېوادونو کې د برېښنا په برخه کې فعالیت لري او نېږدې ۱۰ کاله کېږي چې په دې برخه کې په افغانستان کې کار کوي.
د «KAC» شرکت رئیس د غزني-کندهار د برېښنا د لېږد چارې مهمې خو پېچلې وبللې.
راپور: واصل وصال