د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۶

داوري: د سپین بولدک – چمن لار لاهم نه ده خلاصه شوې


د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوستۍ دروازه نهمه ورځ هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

که څه هم په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هیله ښودلې وه چې نن به د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې په جزيي توګه خلاصېږي ترڅو له هغې خوا هغه مریضان او سپین ږیري چې په وېزه تللي بېرته سفر وکړي.

خو د کندهار په سپین بولدک کې د افغانستان د سرحدي پولیسو کمېسار محمد علي داوري ازادي راډیو ته وویل چې د چمن – سپین بولدک لاره لا هم تړلې ده.

داوري وايي، په تېرو ۹ ورځو کې چې دغه دروازه تړل شوې ۷ ځله يې د پاکستاني چارواکو سره ټلیفوني تماسونه نیولي خو هغوی هرځل ورته ویلي چې د اسلام اباد امر ته انتظار کوي.

محمد علي داوري.
محمد علي داوري.

نوموړي زیاته کړه:

"لاره خو تر اوسه نه ده خلاصوې او نه هم په دې هکله موږ ته راپور راغلي ما اووه واره د دوی سره خبرې کړي خو دوی د مرکز امر ته انتظار کړی."

په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال پر خپل ټویټر لیکلي چې د سپین بولدک – چمن او تورخم لار به په راتلونکو درې څلورو ورځو کې پوره خلاصه شي.

خو په سپین بولدک کې د سرحدي پولیسو کمېسار محمد علي داوري وايي چې پاکستاني لوري دوی ته د تېرې چهارشنبې او جمعې ورځ د دروازې د پرانیستل کېدو ژمنه ورکړې وه خو د ده په وینا پاکستاني لوري هېڅ کله پر خپلو ژمنو وفا نه ده کړې.

د سپین بولدک او چمن تر منځ د لارې د تړل کېدو له امله لا هم په سلګونه مسافر په دواړو غاړو کې بند پاته دي.

سپین بولدک ولسوالي.
سپین بولدک ولسوالي.

د دغه لارې تر ټولو ډېر زیان پاکستاني سوداګرو ته رسېدلی ځکه چې په افغانستان کې د تازه میو موسم نه دي، خو د پاکستان څخه افغانستان ته راتلونکي په لسګونه لارۍ موټر چې په کېلو او مالټو بار دي د تېرو ۹ ورځو راهیسي د لارې خلاصېدو ته انتظار کوي.

راپور:محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG