د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

کندهار کې وروستیو ورښتونو د وچکالۍ وېره لیرې کړې


په کندهار کې پرله‌پسې ورښتونو د يوه سمسور او اباد کال لپاره د خلکو هیلې ډېرې کړې دي.

د ورښتونو له پيلېدو سره سم د کندهار دهلې بند کې د اوبو کچه ډېره لوړه شوې او سږ کال به کرنيز محصولات ښه وي.

د کندهار باغ لرونکي، کروندګر او مالداران پرله‌پسې ورښتونو خوشحاله کړي او وايي چې سږ کال به‌يې کرنيز محصولات ښه وي.

د دامان ولسوالۍ اوسېدونکي فریشا چې پر خپله ځمکه‌يې غنم کرلي وايي چې په تېرو کلونو کې په کندهار کې ډېر کم ورښت کېده او پرله‌پسې وچکالي وه.

د نوموړي په وینا سږ کال نه‌يوازې دا چې تر دې مهاله کافي باران شوی بلکې واوره هم ورېدله چې د يوه سمسور کال لپاره‌يې د دوی هيلې ډېرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ غنم کرلي بارانونه خو زموږ لپاره ډېر ګټور دي د ټول ولس لپاره ګټور دي خدای دې نور بارانونه هم وکړي."

پاینده خان کوچی چې د دامان ولسوالۍ په دښتو کې رمې پیايي وايي پرله‌پسې وچکاليو په دې ولايت کې مالداري هم له ګواښ سره مخ کړې وه.

خو نوموړی اوس خوشحاله ښکاري او وايي چې له ورښتونو او وارې سره به کال اباد شي، دښتې به شنې شي او کوچيان به بيا د دې جوګه شي چې رمې وساتي او مالداري بېرته پر پښو ودرېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"باران خو د ځمکې ابادي ده د خدای رحم دی موږ مالداران ډېر ورته خوشحاله یو شکر سږ کال ډېر بارانونه شوي."

بل‌خوا د کندهار د کرنې رئيس سید حفیظ‌الله سیدي وايي د وچکالۍ د ختمولو لپاره شااوخوا ۱۶۰ ملي متره باران ته اړتیا شته چې تر دې مهاله کافي بارانونه شوي چې کچه‌يې ۱۱۰ ملي متره ته رسېږي.

د کرنې رئیس وايي، د ژمي شااوخوا يوه مياشت موده نوره هم پاتې ده او هيله‌يې دا ده چې نور باران به هم وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"د وچکالۍ د ختم لپاره په کندهار کې له ۱۵۰ نیولې تر ۱۶۰ ملي متره باران ته ضرورت دي چې اوس زموږ د دستګاه د ثبت پر اساس ۱۱۰ ملي متره باران شوی دی."

د کندهار د شااوخوا ۶۰ فیصده اوسېدونکو ژوند پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دى خو په تېرو کلونو کې د بارانونو نشتوالي او د اوبو کمښت د خلکو د ژوند دغه مهمه وسيله زيانمنه کړې وه.

راپور :محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG