د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

د افغان کرکټ دوه لوبغاړي د هند"IPL" سیالیو ته وپېرل شول


د افغانستان د کرکټ دوه لوبغاړي د هندوستان «IPL» سیالیو ته وپېرل شول.

د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې د هندوستان د غوره لیګ سیالیو بولۍ په هند کې روانه ده چې تر دې مهاله د افغانستان له درېیو لوبغاړو څخه دوه‌يې اخیستل شوي چې راشد ارمان په ۴۰۰ لکه هندي کلدارو او نبي عیسی خېل ۳۰ لکه هندي کلدارو د سن رایزر حیدراباد لوبډلې پېرلي دي.

د «اې. پي. ال» سیالیو د بولۍ لپاره د افغانستان څخه پنځه لوبغاړي، راشد ارمان، نبي عیسی‌خېل، شهزاد محمدي، دولت ځدراڼ او اصغر ستانکزی د افغانستان د کرکټ بورډ له‌خوا معرفي شوي و.

XS
SM
MD
LG