د کندهار د کرنې ریاست سږکال په دغه ولایت کې یو نیم میلیون نیالګي کښېنوي.
د کرنې رئیس حفیظ الله سعید ازادي راډیو ته په یوه ځانګړي مرکه کې ویلي چې په دغه یو نیم مېلیون نیالګیو کې شاوخوا یولک نیالګي د زیتون دي.
په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال صادق رښتیني د ښاغلي سعید سره مرکه کړې او په سر کې يې پوښتنه کړې چې دا نیالګي د کومو ادارو له خوا برابر شوي دي.
دا مرکه د لاندې لنک په کېکاږلو سره اورېدلای شئ: