د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

ګلاب منګل: لعل‌پورې او ګوشتې ولسوالیو ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي


د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په هغه غونډه کې چې د پاکستاني ځواکونو د راکټي بریدونو په غبرګون کې د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته جوړه شوې وه وويل د ګوشتې او لعل‌پورې ولسواليو ته‌يې تازه دمي ځمکني او توپچي ځواکونه رسېدلي.

نوموړي وويل افغان امنيتي ځواکونه چمتو دي چې د خپلې خاورې نه په مېړانه دفاع وکړي.

ځواکونه چمتو دي چې له خپلې خاورې په مېړانه دفاع وکړي.
ځواکونه چمتو دي چې له خپلې خاورې په مېړانه دفاع وکړي.

ښاغلي منګل زیاته کړه:

"نن سهار نهه بجې زموږ امنيتي غونډه وه په غونډه کې فیصله وشوه موږ اضافي پياده قوتونه او حمایوي او توپچي قوتونه هم د ګوشتې ولسوالۍ ته استولي او هم به د لعل‌پورې ولسوالۍ لپاره د واکنش قطعه نن ځای پر ځای شي."

پر ګوشتې او لعل‌پورې ولسواليو د پاکستاني ځواکونو له‌خوا د راکټي بریدونو له امله سلګونه کورونه نورو سیمو ته کډه شوي.

والي محمد ګلاب منګل وويل د دغو بې‌ځایه شویو کورنیو سروې شوې او مرستې ورسېدلي دي.

دی دغه‌راز وايي:

"کومې کورنۍ چې د خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي یوه کورنۍ هم بې‌ځایه نه‌ده او خپلو عزیزانو سره ځای پر ځای شوي دي د دې کورنیو سروې شوې او مرستې ورسېدلي دي او ځینو ته به هم اوس ورسېږي او هم مو تورخم ته ټيمونه استولي چې څلور روغتیايي ټیمونه دي."

دارنګه نوموړي هغه مسافر چې په تورخم کې بند پاتې دي هغوی لپاره‌يې هم لازمې اسانتياوې برابرې کړې دي.

په ختیځه سیمه کې د سرحدي لوا قوماندان سمونوال محمد ایوب حسين‌خېل د ننګرهار ولسونو ته ډاډ ورکړ چې هېڅ‌چاته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان یوه لوېشت خاوره لاندې کړي.

حسین‌خېل: اجازه به ورنه‌کړو چې یوه لوېشت خاوره هم لاندې کړي.
حسین‌خېل: اجازه به ورنه‌کړو چې یوه لوېشت خاوره هم لاندې کړي.

​ښاغلی حسین‌خېل وايي:

"زه د سرحدي ځواکونو د قوماندان په حیث ولسونو ته ډاډ ورکوم چې یو سرتېری هم زموږ ژوندی وي چاته به اجازه ورنه‌کړي چې زموږ د هېواد یوه لوېشت خاوره څوک لاندې کړي."

په دې غونډه کې د ولایتي شورا وکيل اجمل عمر وويل که چېرې د پاکستاني ځواکونو له‌خوا د راکټي بریدونو لړۍ دوام پيدا کړ د دې سیمې ټول ولسونه هر ډول قربانۍ ته تيار دي.

عمر وايي:

"موږ د ننګرهار ولسونه چمتو یو که چېرې د بریدونو دا لړۍ دوام پيدا کړي موږ هر ډول قربانۍ ته تیار یو چې د خپلې خاورې نه دفاع وکړو."

د تېرې جمعې ورځې راهیسې د ډیورند کرښې له هاخوا سیمې څخه پر لعل‌پورې، ګوشتې او نازیانو ولسواليو راکټي بریدونه روان دي چې د چارواکو په خبره د دې بریدونو له امله په سلګونو کورونه نورو سیمو ته کډه شوي او په دې بریدونو کې اته تنه زخميان شوي دي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG