د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

ولسمشر غني د مونیخ غونډه کې د داعش سره پر مبارزې غږېږي


د افغانستان جمهور رئیس د جمعې په شپه د مونیخ په امنیتي غونډه کې د ګډون لپاره جرمني ته ځي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ ناوخته په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د تاوتریخوالي پنځمه څپه چې داعش دی د مونیخ په ناسته کې به د جمهور رئیس د وینا اصلي محور وي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي
د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

نوموړی وايي:

"جمهور رئیس به نن شپه جرمني ته سفر وکړي، جمهور رئیس به په دې ناسته کې پر افراطیت او بنیاد ګرایي او د ترورېزم پر خطرونو چې سیمې او نړۍ ته متوجه دي، خبرې وکړي."

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د ماليې وزیر اکلیل حکیمي او یو شمېر نور لوړپوړي دولتي چارواکي د جمهور رئیس د دغه سفر ملګري دي.

پخوا تر دې جرمني کې ورته دوه نورې ناستې هم جوړې شوې دي.

د مونیخ امنیتي ناسته د امنیت او بهرني سیاست په اړه، یوه ستراتیژیکه نړیواله ناسته ده چې هر کال په‎کې یوه مهمه نړیواله امنیتي موضوع مطرح کېږي او د غونډې ګډونوال پرې بحثونه کوي.

ویل کېږي چې د مونیخ په دغې ناسته کې به د چارواکو د بحث مهمې موضوعګانې د منځني ختیځ د هېوادونو بحران، د نړۍ مختلفو سیمو کې له جنګونو څخه د میلیونونو بې‎ځایه شویو ستونزې او له ترورېزم سره مبارزه وي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه ودیر صافي ازادي راډیو سره په خبرو کې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې لپاره د جمهور رئیس اشرف غني په لا هڅو او په دې مبارزه کې د نړیوالو د ملاتړ پر جلبولو ټینګار وکړ.

د سیاسي چارو کارپوه ودیر صافی
د سیاسي چارو کارپوه ودیر صافی

نوموړی وايي:

"که د ترورېزم زیانونه چې سیمې ته متوجه دي، نړیوالو ته تثبیت کړي، دا د افغانستان په ګټه دي، په داسې حال کې چې افغانستان اوس‎مهال د سیمه‌ییزو او نړیوالو ترورېستي حملو قرباني دی."

که څه هم افغان کارپوهان د ورته تېرو نړیوالو ناستو څخه راضي نه‌ښکاري خو وايي چې د ملي یووالي حکومت چارواکي باید نړیوال د داعش د ډلې له خطرونو څخه چې افغانستان، سیمې او نړۍ ته متوجه دي، خبر کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG