د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

والنټاین یا د مینانو ورځ کابل کې څه ډول لمانځل کېږي؟


د فبرورۍ څوارلسمه د والنټاین یا د مینانو له ورځې سره سمه ده، په دې ورځ د کابل ښار د ګلانو د خرڅولو دوکانونه، په رنګارنګ ګلانو سینګار شوي دي.

کابل ښار چې کله کله د چاودنو او ځان وژونکو پېښو خبر جوړونکی ګرځي او دا پېښې د خلکو ژوند هم اخلي، نن په‌کې مینانو زړه کړی او د والنټاین یا د مینانو ورځ لمانځي.

ډېری کابلي زلمیان د ګلانو خرڅولو دوکانونو او کوڅو ته ځي او خپل مین ته د مینې سوغات اخلي.

​دوی وايي، د دې ورځې د لمانځلو هدف، د مینانو تر منځ د مینې د تړون تازه کول دي.

په دې ورځ د ګلونو خرڅولو بازار او د کانونه د نورو ورځو په پرتله رنګین دي او دوکانداران په‌کې د والنټاین سوغاتونه، د بازار په بیه پلوري.

نبي‌الله چې د والنټاین د سوغات د اخیستلو لپاره د ګلانو خرڅولو کوڅې ته راغلی وايي:

"نن د والنټاین د ورځې په مناسبت دلته راغلی یم چې د ګلونو یو ګېډۍ واخلي او هغه چاته‌یې ورکړم چې ورسره مینه لرم."

په دغه ورځ مینان خپلو معشوقو ته ګلونه اخلي.
په دغه ورځ مینان خپلو معشوقو ته ګلونه اخلي.

مینان وايي، مینه یو سوځنده درد دی او دا درد هغه مهال زور اخلي چې د مینانو تر منځ بېلتون راشي او داسې بېلتون چې مینه‌یې په بشپړه توګه نه‌وي غوڅه کړې.

د ویدا ساغري په نوم یوه ښځه وايي، له نن څخه‌یې لس کاله دمخه، د مینانو ورځ تجربه کړې چې نیتجه‌یې له خپل مین سره واده کول وو، خو د دواړو تر منځ دغه مینه تل‌پاتې نه‌شوه او اوس یوازې اوسېږي.

د مېرمن ساغري او د دې د مین تر منځ هغه مهال بېلتون راغی چې دواړه پوه شول چې د دوی تر منځ مینه، د یو ضرورت پر اساس ټینګه شوې وه.

سره له دې چې دغه ښځه او مېړه یوځای نه‌اوسېږي خو یو بل ورته ګران دي او والنټاین د خپلو تېرو خاطرو لپاره لمانځي.

ویدا ساغر.
ویدا ساغر.

دا چې ویدا ساغري له دغې مینې څه زده کړي، وايي:

"ډېر څه مې زده کړل، مینه بد شی نه‌دی، مینه انسان پخوي، مینه انسان ته ښيي چې انسانان یو د بل دوستان دي، هر فصل کولای شي مینه رامنځته کړي، اوس چې یو له بله جلا یو، اوس هم راباندې ګران او زه پرې هم ګرانه یم."

کله کله دوه مینان مخکې له دې چې یو تر بله ورسېږي او ژوند پیل کړي، یو له بله بېلېږي.

د کابل ښار یو اوسېدونکی متین وايي، له خپلې مینې سره‌یې مینه، درې کاله دمخه په پوهنتون کې د برګر د خوړولو په ځای کې پیل شوه.

د متین په خبره، یو وخت راغی چې د خوښې نجلۍ د ده غوښتنې ته مثبت ځواب ووایه.

خو له بده مرغه چې دغې مینې هم دوام ونه‌کړ او د والنټاین څخه څو ورځې دمخه بیل شول.

دی وايي نوره دې مینه ونه‌شي او د خپلې پخوانۍ مینې په یاد دې، ژوند وشي:

"دغه والنټاین ماته هېڅ معنی نه‌لري، دا چې بیا به مین شم، هیله‌مند نه‌یم، غواړم همدغه مینه مې د راتلونکي ژوند لپاره یوه دروازه شي."

والنټاین د هغو لپاره په زړپورې دی چې یو له بل سره اوسېږي.

نیلوفر لنګر او مختار وفايي د ورځې ناوخته دغه ځای ته راغلي چې یو بل ته د والنټاین سوغات واخلي.

نیلوفر لنګر چې اوس‌مهال د ښارجوړونې د وزارت ویانده ده، مینه د د دوو مینانو تر منځ د اړیکو د دوام په معنی بولي.

نیلوفر لنګر.
نیلوفر لنګر.

​دا وايي:

"سږ کال دوم کال دی چې موږ د والنټاین ورځ لمانځو، والنټاین د خوشحالۍ، مهربانۍ او دوستۍ لپاره یوه بهانه ده."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست سید کمال سادات له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې والنټاین په نورو هېوادونو کې د مینې د تجلیل ورځ ده او موږ په هېواد کې داسې یوه ورځ نه‌لرو.

سادات: دا ورځ دې ټولو ته نېکمرغه وي.
سادات: دا ورځ دې ټولو ته نېکمرغه وي.

دی د افغانستان د خلکو نیکمرغي غواړي:

"دا ورځ چې انتخاب شوې د نورو هېوادونو لپاره ده او موږ د مینې د ورځې د تجلیل لپاره ځانګړې نېټه نه‌ده ټاکلې، له خلکو او په تېره له مینانو غواړم چې مینې ته په رښیتنې توګه وګوري، تر څو سپېڅلي هدف ته ورسېږي."

دیني عالمان د والنټاین لمانځل د اسلام له اصولو سره سم نه‌ګڼي خو تأکید کوي چې د ښځې او مېړه تر منځ مینه او د هغې لمانځل، په شریعت کې ستونزه نه‌لري.

مولوي فضل‌الرحیم محمودي ازادي راډیو ته وویل، په دغو ورځو کې افراط، د اسلام له اصولو خلاف دی.

راپور: خان محمد سیند

کابل کې والنټاین د ویدا له اوښکو د نیلوفر تر موسکا
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:17 0:00

XS
SM
MD
LG