د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

والسټریټ ژورنال: "م.م" پر یوه افغان جګړه مار بندیزونه لېرې کړل


که څه هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا څو ورځې مخکې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم له تور لیسته لېرې کړ خو یو شمېر لویدیځو ورځپاڼو بیا هم دې موضوع ته پام اړولی دی.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼه تر دې سرلیک لاندې چې ملګرو ملتونو پر یوه افغان جګړه مار بندیزونه لېرې کړل، په یوه مطلب کې لیکي:

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د حکومت په غوښتنه د ګلبدین حکمتیار نوم له تور ليسته وروسته له هغې لېرې کړ چې روسیې په دې برخه کې له خپل مخالفته لاس واخېست.

والسټريټ ژورنال لیکي:

کابل د ګلبدین حکمتیار له حزب اسلامي سره د سولې د موافقې له مخې له تورلیسته د هغه د نوم د لېرې کېدو لپاره کوښښ وکړ خو روسیې لومړی په دې برخه کې د افغانستان د حکومت د تېرې ډيسمبر د میاشتې د غوښتنې په اړه یو څه شک وښود او ویې ویل چې زیات وخت ته اړتیا لري چې دا موضوع وڅېړي.

د ورځپاڼې په وینا که څه هم هغه وخت روسیې ونه ویل چې ولې د دغې موضوع د څېړلو لپاره زیات وخت ته اړتیا لري خو د ملګرو ملتونو د مقرراتو له مخې مسکو شپږ میاشتې وخت درلود چې په دې اړه د خپل مخالفت دلیل واضح کړي.

والسټریټ ژورنال وړاندې لیکي، یو شمېر افغان او لویدیځ چارواکي ګومان کوي چې د مسکو دغه دریځ ښایي د تعادل د رامنځ ته کېدو د هغو پراخو هڅو یوه برخه وي چې په افغانستان کې د واشنګټن د نفوذ د مخنیوي لپاره شوي دي.

ورځپاڼه دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه بیان ته هم اشاره کوي چې وایي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به د راتلونکې سې شنبه په ورځ په مسکو کې له خپل روسي سیال سره وګوري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د نفوذ د پراخېدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د وسله والو طالبانو او د کابل د حکومت ترمنځ د سولې او روغې جوړې غوښتنه یې کړې ده.

کاناډایي ټورنټو سټار ورځپانې هم له تورلیسته د ګلبدین حکمتیار د نوم پر ایستلو تمرکز کړی او د دې حزب د لوړ پوړي استازي امین کریم له قوله لیکي چې ویلي یې دي، حکمتیار به په څو میاشتو نه څو اونیو کې کابل ته راشي.

ورځپاڼې د ښاغلي امین دا خبره هم را اخیستي چې ویلي یې دي، د بندیزونو لېرې کېدو وښوده چې په خپله د افغانانو ترمنځ خبرې او په هېواد کې یوه ملي اجماع د حل یواځینۍ لاره ده او که افغانان داسې یوه توافق ته ورسېږي، نړیواله ټولنه هم د سولې ملاتړ کوي.

د ټورنټو سټار په لیکنه ښاغلی حکمتیار د ولسمشر اشرف غني او د اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله یو احتمالي سیاسي رقیب ګڼل کېږي.

د هغو دوو مشرانو چې د ۲۰۱۴میلادي کال د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو په نتیجه کې د امریکا په منځګړیتوب د یوې سیاسې موافقې له مخې د ملي یووالي د حکومت مشري کوي.

د ورځپاڼې په لیکنه په داسې حال کې چې حکومت له وسله والو طالبانو سره چې فعالیتونه یې زیات شوي، په جنګ کې دی، کابل ته د ښاغلي حکمتیار راتګ به ښایي د افغانستان سیاسي وضعیت لا پیچلی او مبهم کړي.

XS
SM
MD
LG