د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

نړیوالو ورځپاڼو له حکمتيار نه د بنديزونو پر لېرې کېدو تبصره کړې


بريتانوۍ انلاين خپرونې انټرنشنل بزنس ټايمز پرون شنبه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا له ګلبدين حکمتيار څخه د بنديزونو پر لېرې کېدو تبصره کړې ده.

د ده نوم د بنديزونو په هغه لېست کې شامل و چې د داعش او القاعده نومونه هم په کې ثبت دي.

دغه بنديزونه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د جمعې د ورځې په غونډه کې لېرې کړاى شول.

د افغانستان د سولې عالي شورا د دې اقدام هرکلى کړى او ويلي يې دي چې دا کار به نورې دولت ضد ډلې هم سولې او پخلاينې ته وهڅوي.

انټرنشنل بزنس ټايمز خپرونه ليکي، ګلبدين حکمتيار چې د افغانستان له بدنامو ملېشه مشرانو ګڼل کېږي، په ١٩٩٠يمو کلونو کې څه موده د افغانستان صدراعظم هم و.

د بنديزونو له لېست څخه د ده د نوم لېرې کېدل دا معنى لري چې نور به د ملګرو ملتونو له خوا د ده شتمنۍ نه کنګل کېږي او پر سفرونو يې هم محدويت لېرې کېږي.

خپرونه ليکي، ګلبدين حکمتيار چې د حزب اسلامي مشري کوي، نوم يې په ٢٠٠٣میلادي کال په تور لېست کې شامل کړاى شو.

د امنيت شورا د بنديزونو کمېټې په خپله اعلاميه کې ويلي، که څه هم د حکمتيار د استوګنې ځاى معلوم نه دى، خو ګومان کېږي چې د ٢٠١١میلادي کال له جنورۍ راهيسې د افغانستان او پاکستان په کومه سرحدي سيمه کې ژوند کوي.

د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې موافقه روان لمريز کال لاسليک شوه.

د دې موافقې د عملي کېدو لپاره يوه کمېټه هم ګمارل شوې چې د ګلبدين حکمتيار په استازيتوب په کې محمد امين کريم برخه لري.

ښاغلي کريم تېره اوونۍ ازادي راډيو ته ويلي وو، که بنديزونه ليرې هم نه شي، حکمتيار به په څو اوونيو کې په کابل کې خپل حضور څرګند کړي.

خو د ګلبدين پر راتګ ځينې فعالان او عوام انتقادونه لري او په دې اړه ځينې مظاهرې هم شوې دي.

واشنګټن فري بيکن:

امريکايۍ انلاين خپرونې واشنګټن فري بيکن «Washington Free Beacon» بيا د افغانستان په اړه د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې د پخواني مشر په حواله ليکلي چې ويلي يې دي، دا زموږ اخلاقي مسؤليت دى چې عراقي او افغان ترجمانانو ته اسانتيا برابره کړو څوامريکا ته راشي.

متقاعد جنرال ډېوېډ پټرايس دا څرګندونې د جمعې په ورځ کړې دي او ويلي يې دي، هغو محلي ترجمانانو چې له امريکا بهر د امريکا له پوځ سره همکاري کړې بايد دا چانس ولري چې د امريکا متحدو ايالتونو ته راشي.

د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې يا «CIA» پخواني مشر پټرايس ويلي، له دغو ترجمانانو سره همکاري زموږ د راتلونکي لپاره هم اهميت لري.

وروسته له هغې چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مهاجرت په اړه يو اجرائيوي فرمان لاسليک کړ، د مهاجرت د وېزو د ځانګړي پروګرام په باب يې هم اندېښنې ولاړې کړې دي.

د دغه پروګرام په مرسته هغو ترجمانانو ته چې په عراق او افغانستان کې يې د امريکا له پوځ سره همکاري کړې ده، د مهاجرت خاصې وېزې ورکول کېږي.

د ښاغلي ټرمپ د اجرائيوي فرمان له مخې له اوو هېوادونو چې اکثريت اوسېدونکي يې مسلمانان دي، امريکا ته د پناه غوښتونکو پر ورتګ د ٩٠ ورځو لپاره بنديز لګېدلى دى.

دغه هېوادونه دي عراق، سوريه، سوډان، ايران، سوماليا، ليبيا او يمن.

د واشنګټن فري بيکن خپرونې په حواله، دغه فرمان سم د لاسه د خلکو غوسه اوشک و شبهې ولاړې کړي، په خاص ډول په دې اړه چې ايا دغه فرمان پر هغو کسانو هم تطبيقېږي چې ګرين کارډونه يا هم د مهاجرت خاصې وېزې لري؟

خو د امريکا د کورني امنيت ادارې د سې شنبې په ورځ ويلي وو، هغه ترجمانان چې د مهاجرت خاصې وېزې لري، له دغه بنديز څخه مستثنى دي.

XS
SM
MD
LG