د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

د حزب اسلامي د نرم دریځ علت څه دی؟


د حزب اسلامي یو لوړپوړی مشر چې له افغان حکومت سره یې د سولې د رامنځ ته شوې موافقې په هدف د حزب اسلامي د پلاوي مشري کوله یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د حزب مشر ګلبدین حکمتیار به په څو راتلونکو اونیو نه میاشتو په کابل کې خپل حضور ښکاره کړي.

که څه هم دغه لوړ پوړي مشر یو ځل بیا د شوې موافقې د پڅ عملي کېدو خبره وکړه خو وايي، نه غواړي چې دغه موافقه په ټپه ودرېږي.

په دې اړه نوریاس نوري د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي له استاد ودیر صافي څخه د مرکې په پیل کې دا پوښتنه کړې چې د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې پر موافقي څو میاشتې تېرېږي او له دې سره سره چې د حزب اسلامي لوري ځینې وختونه د دغې موافقې د عملي کېدو د پڅ بهیر له امله خپله نارضایتي څرګنده کړې خو د یوه کلک دریځ له ښودلو یې ډډه کړې، د حزب اسلامي د دغه نرم دریځ علت څه دی؟

ښاغلي صافي په ځواب کې وویل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:06 0:00

XS
SM
MD
LG