د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

سیګار: افغانان هر کال ۲۸۵ میلیونه ډالره بهر پر درملنې لګوي


د یوه نوي راپور له مخې افغانان هر کال تر ۲۸۵ میلیونه ډالر ډېرې پیسې له خپل هېواده بهر پر درملنې لګوي.

سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې په یوه راپور کې چې پرون‌یې خپور کړ، ویلي دي، لا هم د افغانستان د روغتیایي چارو برخه له سختو ستونزو سره مخامخ ده.

د سیګار د راپور له مخې دا په داسې حال کې ده چې یوازې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې «USAID» د افغانستان پر روغتیایي چارو نېږدې یو نیم میلیارد ډالر لګولي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت هم ویلي دي چې ۷۲ په سلو کې هغه ناروغان چې د هېواد دننه‌یې درملنه نه‎ده شوې، بهر ته ځي.

​په انګرېزي ژبه د سیګار د دغه راپور لوستلو لپاره پر دغه لېنک کلېک وکړئ.

XS
SM
MD
LG