د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

د افغانستان د معارف پر وضعیت د بشر حقونو د ډلو اندېښنې


د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ له مرستندویو هېوادونو وغوښتل چې د ماشومانو د زده کړو او د ملکیانو د ژوند په ساتنه کې د افغانستان پر حکومت فشار راوړي.

د بشري حقونو دې ډلې په افغانستان کې د معارف پر وضعیت اندېښنه ښکاره کړې ده.

په تېرو ۱۵ کلونو کې تل د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان د ښوونځیو په سوځولو، ویجاړولو او د زده کوونکو او ښوونکو پر وژلو تورن شوي خو د بشري حقونو څارونکو دا ځل د افغانستان حکومتي ځواکونو ته د تور ګوته نیولې ده.

د بشري حقونو د څار ټولنې په یوه راپور کې چې په خپله خپرونه کې یې خپور کړی دی، د بغلان ولایت پر یوه ښوونځي د طالبانو د حملې په اړه جزئیات خپاره کړي چې افغان امنیتي ځواکونو په کې اړولي وو او د حملې په نتیجه کې په ښوونځي کې وینې بهېږي او په کنډواله بدلېږي.

هیومن رایټس واچ وايي، له ۲۰۱۵ میلادي کال را په دې خوا پولیسو دا ښوونځی له دې سره سره ونیوه چې زده کوونکي د زده کړو دوام ته سخت لېواله وو.

د ښوونځي مدیر په کابل کې جګپوړو چارواکو ته ولیکل چې امنیتي ځواکونه د دوی له ښوونځي وباسي او هغوی هم موافق امر ور ولېږه خو د امنیتي ځواکونو قوماندان د مرکز د امر پروا ونه کړه.

د بشري حقونو د څار ډلې په لیکنه کې وړاندې راغلي:

کله چې د ازموینې وخت راغی، د ښوونځي مسؤلانو بیا د مرکز امر قوماندان ته ورښکاره کړ خو د ده تر قوماندې لاندې ځواکونو هغې خوا ته ډزې وکړې چې ښوونکي او زده کوونکي راغونډ شوي وو.

د بشري حقونو د څار ډله وايي، په یوه څېړنه کې چې دوی په ۲۰۱۶ کې وکړه، ورته څرګنده شوه چې امنیتي ځواکونه په زیاتېدونکي ډول له ښوونځیو څخه د طالبانو پر ضد د سنګر په توګه کار اخلي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو په ټېلیفوني خبرو کې یوې نوې موضوع ته اشاره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، په دې خبرو کې چې د دیسمبر په وروستیو کې وشوې، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر د زیاتېدو پر انتخاب د نظر تبادله وشوه.

وال سټریټ ژورنال وايي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د امریکا نوي منتخب شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وویل چې د هېواد امنیتي حالات یې مخ په خرابېدو دي.

وال سټریټ ژورنال دغه راز وايي چې ښاغلي ټرمپ اشرف غني ته وویل چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو د مخنیوي لپاره به دغه هېواد ته د نورو پوځیانو پر استولو غور وکړي.

ده دا هم وویل چې افغانستان ډېرې منابع او امکانات لري او امریکا به له دغو سرچینو څخه د استفادې لپاره د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي.

خو له دې وروسته ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې د افغانستان یادونه ونه کړه.

افغانستان ته د نورو امریکايي پوځیانو د لېږلو په اړه د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو د خبرو په هکله افغان چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي خو د ولسمشر غني مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته یوازې دومره وویل چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغه ګواښ پر جدیت خبر دی چې ترورېزم ټولې نړۍ ته متوجه کړی دی.

XS
SM
MD
LG