د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

لوی څارنوال: د جنرال دوستم دنده باید وځنډول شي


ډېرو لویدیځو ورځپاڼو د افغان ولسمشر پر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د لګول شویو تورونو قضیې ته په پام اړولی دی.

د افغانستان لوی څارنوالۍ د دوستم د نهو ساتونکو د نیولو امر صادر کړ. دغه ساتونکي د دوستم د سیاسي رقیب احمد ایشچي په تښتولو او له هغه سره په ناوړه چلند تورن شوي دي.

د والسټريت ژورنال په لیکنه لویه څارنوالي د دوستم د دغو ساتونکو د نیولو امر وروسته له هغې صادر کړ چې د پرله‎پسې درې جلب لیکونو سره-سره هغوی تحقیقاتو ته حاضرنه شول.

د جوزجان پخواني والي او قومي مشر احمد ایشچي له رسنیو منجمله له ازادي راډیو سره په ځانګړو مرکو کې د ولسمشر په لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم تور پورې کړی چې دی یې وهلی ډبولی او ان په جنسي لحاظ یې ځورولی دی.خو دوستم دغه تورونه رد کړي دي.

لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وايي، په خپله جنرال دوستم ته یې هم درې جلب لیکونه استولي چې پرځان د لګول شویو تورونو د سپیناوي لپاره لوی څارنوالۍ ته ورشي خو تر اوسه یې له دې کاره ډډه کړې ده.

والسټريټ ژورنال د ښاغلي حمیدي له خولې لیکي چې ویلي یې دي، د افغانستان د قانون پر اساس د دوستم دنده باید وځنډول شي او په کور کې کلا بند شي ځکه په دې اړه یې له روانې څېړنې سره له همکاري ډډه کړې ده.

د ورځپاڼې په وینا د دوستم دفتر د ایشچي له خوا لګول شوي تورونه بې اساسه بللي او هغه یې د نوموړي د بدنامۍ لپاره یوه هڅه یاده کړې ده.

د افغان ولسمشر یوه ویاند بیا ویلي چې دا سیاسي مسئله نه بلکه حقوقي قضیه ده چې باید د افغانستان د قانون په رڼا کې ورته رسیده‎ګي وشي او زیاتوي چې هېڅ څوک له قانونه لوړ نه‎دی.

والسټريټ ژورنال وړاندې لیکي:

دغه قضیه د افغانستان د حکومت او قضایي سیسټم لپاره یوه لویه ازموینه ده چې وبه کړای شي هغه سمه وڅېړي او تر ټولو لوړ پوړی چارواکی محاکمه کړي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه په یوه مطلب کې د دغي قضیې د نورو اړخونو ترڅنګ پر جنرال عبدالرشید دوستم د لګول شويو تورونو په اړه د ولسمشر اشرف غني دریځ ته هم پام اړولی او لیکي:

غني ویلي چې دغه تورونه جدي بولي او هغه باید په عادلانه توګه وڅېړل شي خو د ورځپاڼې په وینا په دې برخه کې ولسمشر یو څه له احتیاطه کار اخیستی او له مهمو سیاسي مشرانو سره د خبرو اترو له لارې یې هڅه کړې چې په دې اړه د څېړنو لپاره یوه سیاسي اجماع رامنځ ته کړي.

نیویارک ټایمز هم دوستم ته د استول شویو درې جلب لیکونو یادونه کړې او لیکي:

لوی څارنوالي مخکې له دې چې جنرال دوستم ته دغه جلب لیکونه واستوي په دې قضیه کې یې د غني او د ملي امنیت شورا د ملاتړ د ترلاسه کولو هڅه کړې ده.

د ورځپاڼې په وینا د ملي امنیت د شورا په غونډه کې د مهمو امنیتي ارګانونو مشرانو د اقداماتو لپاره د پلان جزئیات په دقت څېړلي او ټولو په دې قضیه کې د څارنوالانو ملاتړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG