خبرونه
د مخدره موادو د کار و بار په تور ٤٤ کسان نيول شوي
د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، هغه ٤٤ کسان چې د پوليسو او کشفي-امنيتي ارګانونو لهخوا نيول شوي وو، دغه مرکز ته سپارل شوي دي.
دغه کسان په جدي مياشت کې د مخدره موادو د قاچاق د ٤٢ قضيو په تړاو نيول شوي دي.
ويل شوي چې يوه اندازه بېلابېل مخدره توکي هم نيول شوي دي.
د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په يوه اعلاميه کې ويلي چې د روان کال په قوس مياشت کې ٥١ کسان د مخدره موادو د قاچاق د ٤٨ قضيو په تړاو نيول شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
شدید ورښتونه او سېلابونه؛ د بدخشان-تخار لار بنده شوې
د شدید ورښت او د سېلابونو د بهېدو له کبله د بدخشان-تخار لار بنده شوې ده.
باختر خبري اژانس، چې د طالبانو د حکومت په کنټرول کې دی، په بدخشان کې د ټولګټو د ريیس په قول نن وویل چې د سختو ورښتونو له کبله په ځینو سیمو کې سېلابونه راغلي دي.
ده ویلي چې د تالقان، فیض اباد د لویې لارې د پرانیستلو لپاره هڅې پیل شوي دي.
دا لاره په وروستیو کې څو ځلې د ورښتونو له کبله بنده شوې ده.
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې پرون شنبه په یوه اطلاعیه کې ویلي چې نن یکشنبه په بدخشان، تخار، بغلان، کندز، سمنګان او بلخ ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو، تالندې او برښنا او ناڅاپي سېلابونو اټکل کېږي.
دې ادارې په ځینو سیمو کې د ۱۵ او ۲۵ ملي مترو ترمنځ بارانونو د ورېدو اټکل کړی.
زرګونو اسراییلي مظاهره چیانو په غزه کې له حماس سره د اوربند غوښتنه وکړه
زرګونو اسراییلي مظاهره چیانو د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو له حکومت څخه وغوښتل چې په غزه کې له حماس سره اوربند ومني.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پرون شنبې په تلابیب کې په داسې حال کې زرګونو خلکو لاریون وکړ چې د حماس د سختدریځې ډلې مشران په قاهره کې له مصري او قطري منڅګړو سره په خبرو بوخت وو.
د حماس له لوري، چې امریکا او اسراییل یې تروریستي تنظیم ګڼي، د ۱۳۰ یرغملو خپلوانو او خواخوږو وویل، د یرغملو د خلاصون لپاره دې هر ممکن کار وشي.
د افغانستان فوټبال غوره لیګ؛ نن دوه سیالۍ کېږي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالیو په دوام کې نن هم دوه لوبې وشي.
د عدالت او د ساحل څپې لوبډلې او همداراز د ابومسلم او میوند لوبډلې له یو بل سره مخامخ کېږي.
پرون سُرخ پوشان، استقلال ته ماته ورکړه او سرسبز لوبډلې بیا له خدیم ایفسي څخه دوه پر یو وګټله.
د "اوآیسي" یوه چارواکي له طالبانو سره د بشري مرستو لپاره د تعامل د دوام خبر ورکړ
د اسلامي همکارۍ سازمان یا "اوآیسي" سکرتر جنرال حسین ابراهیمطه وايي چې په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره د رغنده ډیالوګ او د بشري مرستو په هدف تعامل ته دوام ورکوي.
ده دا خبره پرون شنبې د ګامبیا په پلازمېنه بانجول کې د اسلامي همکارۍ سازمان په پنځلسمه غونډه کې وکړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د اسلامي همکارۍ سازمان په غونډه کې د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی و.
د اسلامي همکارۍ سازمان له خبرپاڼې سره سم، ابراهیم طه له غړیو هېوادونو وغوښتل چې د اسلامي همکارۍ سازمان له بشري چارو په تېره بیا په افغانستان کې د دغه هیواد لپاره د بسپنې د صندوق له لارې په سخاوت مرستې وکړي.
تېره میاشت د افغانستان لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان استازی طارق علي بخیت د یوه پلاوي په مشري کابل ته لاړ.
ده او ورسره ملګري پلاوي له طالب چارواکو سره په کتنو کې د ښځو د حقونو پر اړتیا ټینګار وکړ.
صادق خان په درېیم ځل د بریتانیا د پلازمېنې ښاروال انتخاب شو
د لندن پاکستاني الاصله ښاروال، صادق خان په درېیم ځل د بریتانیا د پلازمېنې ښاروال انتخاب شو.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، صادق خان پرون شنبې د ټولو رایو په سلو کې ۴۴ ترلاسه کړې او د پر له پسې درېیم ځل لپاره د لندن ښاروال غوره شو.
د ده سیالې سوزان هال، چې د محافظه کار ګوند کاندیده وه، ۳۳ سلنه رایې ترلاسه کړای شوې.
د ایران په زاهدان کې وسلهواله نښته؛ یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي
د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په مرکز زاهدان کې تېره شپه په یوه وسلهواله نښته کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا وايي چې له نښتې وروسته رضاکار یا بسیجي ځواکونه د پېښې سیمې ته واستول شول.
له بلې خوا د ایران سپاه پاسداران ته نژدې خبري اژانس فارس ویلي چې څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه اژانس نښته د څو تنو ترمنځ د شخصي اختلاف له کبله بللې ده.
خو حال وش ویبپاڼې په خپل ټلګرام کې ویلي چې د ایران د ملېشه ځواکونو او نامعلومو وسلهوالو ترمنځ نښته شوې او دوه ساعته یې دوام کړی دی.
طالبانو په بدخشان کې د راپورته شوې ستونزې د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکلی
د بدخشان په یو شمېر ولسوالیو کې د طالبانو د حکومت پر ضد د ولسي خلکو له لاریونونو وروسته، طالب چارواکي وايي، د راپورته شوې ستونزې د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد تېره شپه ناوخته یوه خپره کړې اعلامیه کې په بدخشان کې راپورته شوی کړکېچ د کوکنارو د کښت له امله بللی او زیاتوي، یو شمېر کسانو د دوی په هغو امنیتي ځواکونو چې د کوکنار په ضد په مبارزه بوخت دي، د هجوم ور وړلو هڅه کړې او وروسته د ده له قوله؛خواشينوونکې پېښې را منځته شوې دي.
هغه زیاته کړې، د پېښې د لا څېړنې لپاره د طالبانو حکومت د رییس الوزرا لهخوا د دوی د لوی درستیز فصیحالدین فطرت په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی.
خو تېرو دوو ورځو کې د بدخشان له ځینو سیمو خپرې شوې وېډیوګانې ښيي چې سیمهییز خلک د طالبانو ځواکونه په خپلسرو کړنو، د ملکي خلکو په وژنې، د خلکو په ځورونې او د دوی کورونو ته په ننوتو تورنوي او د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکوي.
سیمه کې خلک دا هم وايي چې طالبانو یو ملکي وګړی وژلی او څو تنه نور یې نیولي دي.
په همدې حال کې د طالبانو حکومت لوی درستیز فصیحالدین فطرت ویلي، چا ته به اجازه ور نه کړي چې د دوی د حکومت پر ضد لاریون وکړي.
بلخوا د صلاحالدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند یوه اعلامیه کې طالبان په بدخشان کې د معترضانو په ځپلو تورن کړي.
دې ګوند د سیمې د خلکو راپورته کېدل د طالبانو د ظلم، ستم او تبعیض پایله بللې.
په توغندیو او بې پېلوټه الوتکو سمباله ایرانۍ کښتۍ جنوبي نیمې کُرې ته اوښتې
د ایران یوه جنګي کښتۍ چې په توغندیو او بې پېلوټه الوتکو سمباله ده، د لومړي وار لپاره له استوايي کرښې څخه جنوبي نیمې کُرې ته واوښته.
د ایران دولتي راډیو پرون شنبه دا خبر ورکړ، خو د "شهید مهدوي" په نوم یې د دې کانټینري کښتۍ موقعیت افشا نه کړ.
د ایران سپاه پاسداران له دغې کښتۍ چې د پوځي استفادې لپاره مجهزه شوې، تر یوه کال وروسته پرده پورته کړه.
ظاهراً دا لومړی ځل دی چې ایران د سمندري ځواکونو یوه کښتۍ په دغسې یوه اوږده ماموریت لېږل کېږي.
ایراني ځواکونو په فبروري میاشت کې یو منځواټنه توغندی د لومړي وار لپاره وازمایه، چې کولی شي ۱۷۰۰ کیلومتره مزل وکړي.
د جرمني پولیسو د فلسطینیانو په پلوي د مظاهرو له ځپلو وروسته ګڼې جنايي دوسیې پیل کړي
د جرمني په پلازمېنه برلین کې پولیسو په هومبولټ پوهنتون کې د فلسطینیانو په پلوي د رابلل شویو مظاهرو له ځپلو وروسته، ګڼې جنايي دوسیې پیل کړي دي.
د جرمني پولیسو پرون اعلان وکړ چې په ټوله کې د جمعې له ورځې ۳۸ اعتراض کوونکي نیول شوي او ۳۷ جنايي دوسیې پرانیستل شوي چې په هغو کې د قانون د تنفیذ د مامورانو خلاف احتمالي تحریک هم شامل دی.
اعتراض کوونکو د جمعې په ورځ شعار ورکاوه چې له سمندره تر سینده، فلسطین به ازاد شي.
دا هغه لانجمن عبارت دی چې د برلین پولیسو هڅه وکړه، هغه د یهودانو ضد جملې سره ډلبندي کړي.
برازیل کې سېلابونه او ځمکې ښویېدنې يېښه؛ د مړو شمېر ۵۶ ته ورسېد
د برازیل په جنوب کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې په نتیجه کې د مړو شمېر ۵۶ ته پورته شو.
چارواکي وايي، ۶۷ نور کسان تري تم دي.
د دغه هېواد د ملکي دفاع ادارې پرون شنبه وویل، چې په ریو ګراندي دو سول (Rio Grande do Sul) ایالت کې د اوبو سطحه لوړه شوې او د اوبو بندونو ته یې خطر پېښ کړی دی.
په دغه ایالت کې چارواکي هڅه کوي، خلک له زیانګالو سیمو، خوندي ځایونو ته تخلیه کړي.
له تېرې دوشنبې څه باندې ۲۴زره کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.