د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

د سولې عالي شورا مشر په روغتون کې ساه ورکړه


د افغانستان د سولې عالي شورا رییس او د ملي محاذ د ګوند رهبر پیر سیداحمد ګیلاني نن ماښام وفات شو.


د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې پیرسیداحمدګیلاني د شنبې په ماښام په اوو بجو او ۴۵ دقیقو د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.


ښاغلي اوچقون د پیرګیلاني مړینه د سولې شورا او ټولو افغانانو لپاره لویه ضایعه وبلله او ویې ویل چې تر ډېره به یې ځای تش پاتې وي.


XS
SM
MD
LG