د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان پر بېلابېلو موضوعاتو تبصرې کړي


یوروایشیا خپرونې په یوه نوې مقاله کې د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د هغو ۱۳ دیني عالمانو پر برخلیک تبصره کړې چې وسله والو تښتولي دي.

خپرونې د ننګرهار د والي د ویاند عطاالله خوګیاڼي په حواله لیکلي چې دا کسان د داعش وسله والو په مدرسه کې د دیني زده کړو له زده کونکو د ازموینې اخیستلو پر مهال تښتولي دي.

خپرونې همدا راز لیکلي چې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ ۶۰ کورونه چې استوګن یې د داعش وسله والو د ګواښونو له امله وتلي و، سوځول شوي دي.

د خپرونې په لیکنه، د داعش غړي سوکه – سوکه د ننګرهار شااوخوا سیمو ته فعالیت غځوي، پر افغان ځواکونو یې فشار زیات کړی او له دې امله په افغانستان کې تشدد زیات شوی دی.

سیاتل ټایمز​:

سیاتل ټایمز ورځپاڼې هم په خپله وروستۍ ګڼه کې د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د ۱۳ دیني عالمانو د تښتول کېدو په اړه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼې د دې کسانو په اړه د ننګرهار د معارف ریاست د یوه چارواکي محمد اصف شینواري په حواله ځیني جزئیات هم خپاره کړي دي.

سیاتل ټایمز په بغلان کې هم د وروستیو پرمختګونو په اړه مقاله خپره کړې او د هغه ولایت د پولیسو په حواله یې ویلي چې وسله والو کسانو پر یوه حکومتي مقام ډزې کړې او هغه يې وژلی دی.

پولیسو ویلي چې مصطفی صفايي د دوشنبې په ورځ دوو سړو چې پر موټر سایکل سپاره وو، وویشت او هغه د پېښې په ځای کې ووژل شو.

ورځپاڼې په افغانستان کې روان تشدد ته په اشاره لیکلي چې پر افغان امنیتي ځواکونو او حکومت د وسله والو طالبانو فشارونه د زیاتېدو په حال کې دي او داعش هم په دې هېواد کې د خپل فعالیت د پراختیا هڅې کوي.

د ورځپاڼې په لیکنه، په افغانستان کې د تشدد د زېاتیدو وروستۍ بېلګې په کابل، کندهار او هلمند کې تروریستي حملې دي چې وروستی قرباني یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د کاکا زوی هاشم کرزی دی.

هاشم کرزی په کندهار کې په حمله کې زخمي شوی و او پرون یې ساه ورکړه.

ریلیف ویب:

د ریلیف ویب په نوم انټرنټي خپرونې هم په کندهار کې حملې ته په اشاره، په یوه رپوټ کې له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو د مرستو پر برخلیک لیکنه کړې ده.

خپرونې په بحرین کې د متحده عربي اماراتو د سفیر عبدالرضا عبدالله په حواله لیکلي چې هېواد به یې له افغانستان او نورې نړۍ سره بشري مرستې جاري وساتي.

د متحده عربي اماراتو سفیر په یوه اعلامیه کې چې د بحرین خبري اژانس خپره کړې، ویلي چې د کندهار پېښه چې پینځه اماراتي ډیپلوماټان پکې ووژل شول، له افغانستان او افغانانو سره د هغه هېواد پر مرستو اغېز نشي کولائ.

XS
SM
MD
LG