د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

مومند: داعش د ملکيانو کورونه سوځولي


د ننګرهار چارواکي وايي، د داعش سخت دريځې ډلې وسله والو په کوټ ولسوالۍ کې په لسګونو کورونو ته اور اچولى دى.

د ننګرهار ولايتي اداره د دغو سوځېدلو کورونو شمېر پنځه شپېته ښيي او وايي، د پېښې په وخت کې کورونه تش وو.

د کوټ ولسوال وايي، داعش وسله وال، کورونو ته تر اور اچولو وروسته له سيمې تښتېدلي، خو افغان ځواکونه توانېدلي چې ۵ تنه يې ووژني.

صالح محمد صالح ته د کوټ ولسوال سيد رحمن مومند تېره شپه د مرکې په پيل کې وويل، داعش وسله والو دغه کورونه په يوه ليرې پرتې سيمه کې سوځلي دي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG