د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

خوګیاڼی: داعش د ننګرهار کوټ کې ۶۰ کورونه سوځلي


دننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، داعش وسله والو په کوټ ولسوالۍ کې د عامو خلکو کورونه سوځولي دي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته ويلي داعش وسله والو د جمعې ورځې په سهار د کوټ ولسوالۍ د بابا غونډۍ او برسې پای په سیمو کې د عامو خلکو څه باندې شپيته کورونو ته په یو واري اور ورته کړی.

نوموړی وایي، دغه کورونه خالي وو او خلک ترې پخوا کوچېدلي وو.

بلخوا د سيمې خلک وايي، اوس هم له یادو کورونو دود پورته کېږي او ټول د غریبو خلکو کورونه وو..

XS
SM
MD
LG