د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

افغان کرکټ لوبډله سبا اماراتو کې ایرلنډ سره لوبه کوي


ټاکل شوې ده چې سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ایرلنډ سره په متحد عربي اماراتو کې مسابقه وکړي.

د صحرا په نوم ټورنمنټ کې به دا د افغانستان لومړۍ لوبه وي، د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسؤل فرید هوتک ازادي راډیو ته د دې لوبې په اړه وویل چې د صحرا جام لوبې په دوو ګروپونو کې ویشل شوي دي.

هغه وویل چې په «الف» ګروپ کې افغانستان، ایرلنډ، نامیبیا او کوربه هېواد متحده عربي امارات سره یوځای شوي دي.

په «ب» ګروپ کې به سکاتلنډ، عمان او هالنډ لوبې وکړي.

XS
SM
MD
LG