د عربي اماراتو د کرکټ په شل اووره سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۱۰۰ منډو په توپیر د عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره د متحده عربي اماراتو ټیم ته ۲۲۰ منډې هدف ټاکلی وو خو مقابل لوري دا هدف پوره نهکړ.
ښاغلي هوتک زیاته کړه چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د جنوري په ۱۴نېټه د صحرا جام شل اووره سیالیو په لړ کې له ایرلنډ سره لوبه ترسره کوي.