د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

انیس: د افغانستان پېچلی وضعیت د سیمې په ګټه نه دی


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د نورو ګنو مطالبو ترڅنګ د افغانستان د وروستي سیاسي وضعیت او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې د یو شمېر هېوادونو په ځانګړي ډول روسیې د لاسوهنې په اړه یو شمېر مطلب چاب کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپلې نننۍ ګڼه کې لیکلي، د روسیې، چین او پاکستان بې ساري نېږدې کېدل او له طالبانو سره د روسیې غیر رسمي خبرې د یوې بلې جګړې د خطر زنګ دی.

د مطلب لیکوال لیکلي:

روسیه او چین غواړي د پاکستان په مرسته د طالبانو کیلي په لاس کې واخلي او د طالبانو په واسطه داسې لوبه له امریکا سره وکړي، له څنګه چې په اتیایمه لسیزه کې له دوی سره شوې وه.

د مطلب د لیکوال په باور، دلته به روسیه ظاهراً له داعشه د خپلو سرحدونو د ساتلو په هدف له طالبانو څخه ګټه اخلي خو په حقیقت کې به همدا طالبان د سیمې د ناامنه کولو، د افغان ځواکونو د کمزورتیا او د لویدیځ د ځپلو په هدف کارېږي.

په مطلب کې راغلي، افغان دولت ته پکار ده چې له تېرو تجربو څخه په ګټې اخېستنې دا ځل د یو اغېزناک او روښانه سیاست په خپلولو سره د دې دوو لویو قدرتونو تر منځ د اړیکو تعادل وساتي او دغه هېواد له را روانې نیابتي جګړې څخه وژغوري.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د افغانستان پېچلی وضعیت د سیمې په ګټه نه دی.

انیس لیکلي، د ترهګرو ډولو تازه حرکتونو او د افغانستان په چارو کې د یو شمېر هېوادونو لاسوهنې دا اندېښنې پیدا کړي چې په دغه هېواد او سیمه کې به وضعیت نور هم ترینګلی شي.

په سرمقاله کې راغلي، له طالبانو نه د روسیې ملاتړ او په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د لا خرابېدو په اړه د امریکا اندېښې د دې لامل ګرځېدلي چې امریکا خپل ۳۰۰ سمندري ځواکونه راتلونکی پسرلی بیا ځلي هلمند ته ولېږي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، د نړیوالو اړیکو شنونکي په دې باور دي چې روسیه لویدیځ‎والو سره د خپلو اختلافونو او پر هغوی د فشارونو، د راوړلو له امله په ځانګړي ډول په سوریه کې تر جګړې وروسته غواړي چې په افغانستان کې د امریکا پر ضد جبهه پرانېزي.

خو د سرمقالې لیکونکي په باور د افغانستان خلک دا شان لاسوهنې او له ترهګرو ډلو سره اړیکې د افغانستان او سیمې په ګټه نه بولي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې هم په خپله نننۍ ګڼه کې په همدې تړاو یو مطلب چاپ کړی دی.

سرخط په خپل دغه مطلب کې لیکلي، روسیې له طالبانو سره اړیکې ټینګ کړي، ترې ملاتړ کوي او ان له چین او پاکستان سره په ګډه یې د ملګرو ملتونو له تور لیسته د وسله‎والو طالبانو د مشرانو د نومونو د لېرې کېدو غوښتنه کړې ده.

په مطب کې راغلي، سیمه ییز او نړیوال قدرتونه د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره له بېلابېلو لویو او کوچنیو ډلو سره تعامل کوي چې په مشخصه سیمه کې مشخص هدفونه بیامومي او دغه تعمل د یادو قدرتونو له تر لاسه کېدونکو هدفونو سره مسقیمه رابطه لري.

XS
SM
MD
LG