د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

د ایران پخواني ولسمشر "رفسنجاني" له دې نړۍ سترګې پټې کړې


د ایران پخوانی ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني
د ایران پخوانی ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني

د ایران پخوانی ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني تېر مازیګر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

ایراني رسنۍ وايي، د دې هېواد پخوانی ولسمشر هاشمي رفسنجاني د یوې قلبي حملې له امله پرون روغتون ته یوړل شو او مازیګر مهال‌يې ساه ورکړه.

تر اوسه پورې د ایران حکومت د رفسنجاني د جنازې او خاورو ته د هغه د سپارلو د نېټې او مراسمو په اړه څه نه‎دي ویلي.

اکبر هاشمي رفسنجاني له ۱۹۸۹کال څخه تر ۱۹۹۷ میلادي کال پورې د ایران ولسمشر و، نوموړي د ۲۰۰۵ میلادي کال په انتخاباتو کې هم ځان کاندید کړ خو د محمود احمدي نژاد پر وړاندې يې ماته وخوړه.

اکبر هاشمي رفسنجاني له ۱۹۸۹ کال څخه تر ۱۹۹۷ میلادي کال پورې د ایران ولسمشر و
اکبر هاشمي رفسنجاني له ۱۹۸۹ کال څخه تر ۱۹۹۷ میلادي کال پورې د ایران ولسمشر و

نوموړی د ایران د ۱۹۷۹ میلادي کال د اسلامي انقلاب له مخکښو بنسټ ایښودونکو څخه و او د ژوند تر پایه‌يې د تشخیص مصلحت نظام د ټولنې مشري کوله.

رفسنجاني دوه ځله د ایران د ولسمشر او دوه ځله د پارلمان د رئیس په توګه پاتې شوی و.

اکبر هاشمي رفسنجاني د ایران د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد او د هغه تر نظر لاندې بنسټونو له سر سختو منتقدینو څخه و.

XS
SM
MD
LG