د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

سرخط: هلمند ته د امریکايي پوځيانو ستنېدل به جګړه نوره هم تېزه کړي


کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې د نورو مطالبو تر څنګ د افغانستان د امنیت او له دې امله د ستونزو او اندېښنو د پراخېدلو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګنې د سر په مطلب کې لیکلي، فارن پالیسي خپرونې افغانستان بیا په هغو لسو مهمو کړ کېچونو کې راوستی چې نړۍ په به په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ورسره مخامخ وي.

خپرونه لیکلي له څه باندې پنځلسو کلونو وروسته چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف د تروریزم په وړاندې پراخه مبارزه کې په افغانستان کې د طالبانو واکمني نسکوره کړه، په دې هېواد کې جګړې او سیاسي بې ثباتۍ د نړۍ سولې او امنیت ته جدي ګواښ متوجه کړی دی.

په مطلب کې راغلي، طالبان پرمختګ کوي، د حقاني شبکه په یو شمېر لویو ښارنو کې د حملو مسؤلیت په غاړه اخلي او داعش یا د اسلامي دولت ډلې هم د یو لړ هغو حملو مسؤلیت په غاړه اخیستی چې په ترڅ کې یې شیعه مسلمانان په نښه شوي دي.

په مطلب کې د فاران پالیسي په حواله راغلي، که افغان امنیتي ځواکونه له دې زیات کمزوري شي د دې خطر شته چې، د حکومت تر واکمنۍ لاندې پراخې سیمې له لاسه ووځي او سیمه ییزو سخت دریځو ډلو ته فرصت په لاس ورکړي چې ورڅخه ګټه پورته ورکړي.

اصلاح:

اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګنې په سر مقاله کې په دې اړه لیکلي، د افغانستان د سولې عالي شورا د نړۍ د لویو هېوادونو د جګړې په ډکر د افغانستان د بدلېدلو خطر ته په پام سره، اندېښنه لري او له دغو هېوادونو یې غوښتي چې افغانستان د خپلو سیاسي سیالیو په میدان بدل نه کړي.

په مطلب کې راغلي چې د دغې شورا یوه غړي ویلي، د نړۍ دغه لوی هېوادونه باید خپلې سیاسي ستونزې له ډیپلوماتیکو لارو هوارې کړي او افغانستان د خپلو سیالیو په ډګر بدل نه کړي.

په مطلب کې راغلي که داسې وشي نو د نړۍ هېڅ هېواد به ورنه ګټه پورته نه کړي او ټول به ورنه زیانمن شي او د دغه سیالۍ نه زېږېدونکې ستونزې به توله نړۍ د داسې ناورین سره مخ کړي چې د محارېدلو به نه وي.

سرخط:
سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې په سر مقاله کې دا موضوع راخیستې، هلمند ته د امریکا د دریايي ځواکونو ستنېدنه به جګړه نوره هم تېزه کړي.

په سرمقاله کې راغلي، پنټاګون یا د امریکا د دفاع وزارت په پام کې لري چې ۳۰۰ دریايی ځواکونه بېرته هلمند ته ولېږي، ځکه د سرمقاله لیکونکي په وینا د هلمند جغرافیه د د کوکنارو د کښت او مخدرو موادو د تولید او قاچاق له نظره طالبانو ته یو عایداتي مرکز دی.

په سرمقاله کې راغلي، پنتاګون په راتلونکي جنګي فصل کې د جګړې د شدت وړاند وینه لري او له همدې امله یې دا پرېکړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG