د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

هلمند ته د امریکايي ځواکونو ستنېدو په اړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


د نړۍ زياتو معتبرو ورځپاڼو او خپرونو هلمند ته د امريکا د سمندري ځواکونو پر ستنېدو ليکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

کاناډايۍ انلاين خپرونې ډجيټل ژورنال په دې باب ليکلي، د امريکا د سمندري ځواک شا او خوا ٣٠٠ پوځيان را-روان پسرلى د ناټو تر مشرۍ لاندې له ماموريت سره د همکارۍ لپاره هلمند ته ځي.

دغه پوځيان به افغان ځواکونه روزي او سلا مشورې به ورکوي.

ډجيټل ژورنال خپرونې ليکلي، د امريکا سمندري ځواکونه په ٢٠١٤میلادي کال له هلمنده هغه وخت ووتل چې ناټو خپل اکثريت ځواکونه له افغانستانه وايستل او د وسله والو طالبانو په وړاندې د جنګ رهبري افغان قواوو واخيسته.

د خپرونې په حواله، دا مهال په افغانستان کې د امريکا ٨۴٠٠ پوځيان دېره دي چې تر څنګ به يې د سمندري ځواک شا او خوا ٣٠٠ پوځيان هلمند ته ستنېږي.

خپرونې د سمندري ځواکونو د اعلاميې يوه برخه رااخيستې چې په کې ويل شوي، دغه سمندري ځواکونه به د ٢٠١٧میلادي کال په پسرلي کې په هلمند کې ځاى پر ځاى شي چې د ملي اردو په ٢١۵ ميوند قول اردو او د پوليسو په ۵٠۵ زون کې د سرتېرو او پوليسو کليدي مشران وروزي او سلا-مشورې ورکړي.

سټارس اينډ سټرايپس:

امريکايي ورځپاڼې سټارس اينډ سټرايپس هم په خپله پرونۍ ګڼه کې همدې موضوع ته کتنه کړې او د سمندري ځواکونو د يوې وياندې کېتي کوکرت «Katie Kochert» په حواله يې ليکلي چې په هلمند کې د امريکا د سمندري ځواکونو د ګمارنې غوښتنه د امريکا مرکزي قوماندانۍ کړې ده.

د هغې په وينا دغه ځواکونه به د هلمند هغو سيمو ته ستنېږي چې د تېرو لسو کلونو ډېره موده يې هلته فعاليت درلود.

سټارس اينډ سټرايپس ليکي، د سمندري ځواکونو لومړۍ جوپه په ٢٠٠١میلادي کال هلمند ته داخله شوه، خو په ٢٠٠٨میلادي کال کې يې شمېر زيات شو او د ٢٠١۴میلادي کال تر اکتوبر مياشتې پورې په هلمند کې دېره وه.

ورځپاڼې هلمند هغه ولايت ياد کړى چې د وسله والو طالبانو او د امريکا تر مشرۍ لاندې د ائتلافي ځواکونو ترمنځ سختې جګړې په کې شوې دي.

د ليکنې په حواله په هلمند کې د سمندري ځواکونو د سلګونو غړو په ګډون د ناټو نږدې زر تنه پوځيان وژل شوي دي.

ورځپاڼې ليکلي، وسله والو طالبانو په هلمند ولايت کې له ٢٠٠۵میلادي کال راهيسې په پرله پسې ډول ځينې تحرکات درلودل چې اوس يې څو ولسوالۍ په لاس کې دي.

سټارس اينډ سټرايپس ورځپاڼه ليکي، په دې ولايت کې افغان امنيتي ځواکونو ته هم سخت تلفات اوښتي دي.

په ليکنه کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نيکلسن خبرو ته هم اشاره شوې چې ويلي يې دي، افغان حکومت د افغانستان د ٣٠ میليوني نفوس پر نږدې ٦۴ فيصده برخه مستقيم کنټرول لري، حال دا چې د ٢٠١٦میلادي کال په پيل کې دغه اندازه ٦٨ فيصده وه.

ده ويلي وسله وال طالبان په ځانګړي ډول په هلمند کې ډېر فعال دي او له قاچاق کوونکو سره د ترياکو په کار و بار کې هم برخه لري.

XS
SM
MD
LG