د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

۲۰۱۶ میلادي کال د افغانستان کرکټ لپاره طلايي کال وو


۲۰۱۶ میلادي کال د افغانستان د کرکټ لپاره طلايي کال و، په دغه کال کې افغان کرکټ لوبډلې ښې لاسته راوړنې درلودې.

افغان کرکټ ملي لوبډلې په دغه کال کې د کرکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره يوې بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې زیمبابوې ته د شل اوریزو او یو ورځنيو لوبو په سیریزو کې ماتې ورکړه.

​په همدغه کال کې افغان لوبډلې په هندوستان کې د شل اوریزو لوبو په نړيوال جام کې د شل اوریزو لوبو اتلې لوبډلې وېسټ انډیز ته په ماتې ورکولو نړيوال ګوته په غاښ کړل.

افغان کرکټ لوبډلې په ۲۰۱۶ کال کې په شل اوریزو لوبو کې د ډېرو بریاوو له اړخه له هندوستان وروسته دوهم ځای خپل کړ.

همدارنګه افغان لوبغاړو هم د نړۍ د غوره لوبغاړو په ډله کې ښه ځایونه خپل کړل.

محمد نبي عیسي‌خېل د غوره الراونډرانو په نوملړ کې درېیم ځای خپل کړ همدارنګه شهزاد محمدي د لومړي ځل لپاره د دوهمه درجه هېوادونو څخه د کرکټ د نړېوالې شورا له‌خوا د کال د غوره لوبغاړي جایزه وګټله او راشد ارمان هم په نړيواله کچه ښه نوم خپل کړ.

شهزاد محمدي
شهزاد محمدي

په سوداګریزو سیالیو کې د بنګله‌دېش غوره لیک او د پاکستان غوره لیګ سیالیو کې ښه وځلېدل، شهزاد، نبي او راشد ارمان په دغو سیالیو کې د نړيوالو پام ځان ته واړوو.

افغان لوبډلې د همدې کال په وروستیو کې خپلې سرسختې سیالې لوبډلې متحده عربي اماراتو ته په يو سیریز کې درې په سفر ماتې سره سیریز په خپل نوم کړ.

همداشان په کور دننه هم، څلور ورځنۍ، يو ورځنۍ او د شپږیزې ولایتي سیالۍ هم د ډېرو مینه‌والو د پام وړ وې چې د ملي لوبډلې د يو شمېر لوبغاړو تر څنګ يو شمېر ځوان لوبغاړي هم په‌کې ښه وځلېدل.

د افغانستان د کرکټ نولس کلنې لوبډلې هم په دغه کال کې د تېر کال په پرتله ښې سیالۍ وکړې چې د اسیا جام سیالیو کې یې درېیم مقام خپل کړ.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG