د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

عاطف مشعل: د پکتيا کرکټ میدان ماته د منلو وړ نه دی


نن د پکتيا مرکز ګردېز ته د کرکټ ملي ټيم لوبغاړي او د کرکټ بورډ ادارې مشرتابه سفر کړی وو او د سفر په ترڅ کې يې وويل چې د کرکټ د نوي جوړېدونکي لوبغالي د خراب کيفيت له وجې ورته دا ميدان د منلو وړ نه دی او په عاجل ډول به يې په منظم کېدو کې اقدام کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئيس عاطف مشعل د پکتيا کرکټ جوړېدونکي ميدان کې خلکو او رسنيو ته په خبرو کې وويل چې د دغه ميدان ورته په دغه کيفيت چې جوړېږي؛ ځکه د منلو وړ نه دی چې د نندارچيانو د ناستې ځايونه او نورې هغه اسانتياوې نه لري چې د يوه معیاري ميدان لپاره پکار وي.

ده وويل، دغه جوړېدونکی لوبغالی په هغو معيارونو چې بايد جوړ شي نه دی برابر او کابل ته په رسېدو سره به له قراردادي شرکت سره د ناستې په ترڅ کې د دغه لوبغالي ستونزه هواره کړي او په هغو معيارونو به يې برابر کړي چې ژمنه او قرارداد یې شوی دی:

"ماته دغه ميدان په دې ډول چې کارونه يې روان دي د منلو وړ نه دی؛ ځکه په دې کې هغه ډول چې پکار ده کار نه دی روان اول به يې له قراردادي شرکت سره وګورم چې کاغذ او عمل يې سره يو کړو او وګورو چې کارونه يې سم شي او دا ګردېز د زون مرکز دی بايد دلته سټنډرډ اکاډمي جوړه شي چې دغه کار به کوو او ان شاءالله په نږدې راتلونکي کې به د دې شاهدان و اوسئ."

ده زياته کړه دوی په ټول افغانستان کې پينځه لويې کرکټ اکاډمۍ جوړوي چې د دې زون اکاډمي به د پکتيا په مرکز ګردېز کې په ټولو وسايلو سمبال په ډېر نږدې راتلونکي کې پرانيستل شي.

د پکتياوالي زلمي ويسا د کرکټ لوبغاړو او ادارې له رهبري څخه د مننې ترڅنګ وويل چې دوی په تمه دي د پکتيا په مرکز ګردېز کې د کرکټ د لوبغاړو د راتلونکي په خاطر کرکټ اکاډمي جوړه او د ميدان تنظيم لپاره ګام واخيستل شي:

د پکتیا والي زلمی ویسا
د پکتیا والي زلمی ویسا

"زه په دوی باور لرم او مطمين يم چې د کرکټ د لوبغاړو مينه به تل پاتې وي او دغه ميدان به په ښو معيارونو جوړ شي او د ادارې ژمنې هم د پام وړ دي چې دلته د زون په کچه اکاډمي جوړه کړي او موږ ترې منندوی يو چې دوی راغلل پکتيا ته او موږ يې کوربانه يو."

د کرکټ لوبغاړو او ادارې د تشويق لپاره د پکتيا سلګونه ځوانان، اداري چارواکي، مدني فعالان او ولايتي شورا وکيلان د دوی مخې ته د لارو پر سر کتار ولاړ وو او ګڼ شمېر نوي جوړېدونکي هغه لوبغالي ته راټول شوي وو چې په نږدې ۳۰ جريبه ځمکه کې د کرکټ بورډ په لګښت يې د جوړېدو کارونه روان دي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG