د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د فلسطیني دولت پر جوړېدو ټینګار وکړ.
په واشنګټن کې د جان کري لپاره د خدای پامانۍ په جوړه شوې غونډه کې د چهارشنبې په ورځ ده وویل، د فلسطین او اسرائیل تر منځ د سولې لپاره د دوو بېلو دولتونو جوړېدل ضروري دي.
ښاغلي کري زیاته کړه:
"د دوو دولتونو رامنځته کېدل یوازنۍ حل لاره ده چې د اسرائیلیانو او فلسطینیانو تر منځ عادلانه سوله ټینګه کړي. دا یوازنۍ لاره ده چې د اسرائیل راتلونکې د یوه یهودي او ډموکرات دولت په توګه تضمینوي چې په سوله او امنیت کې له ګاونډیو سره ژوند وکړي او دا یوازنۍ لاره ده چې د فلسطینیانو راتلونکې، ازادي او د دوی کرامت تضمینوي. دا په سیمه کې د امریکا د ګټو هم مهمه وسیله ده."
جان کري دا خبره د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې په داسې وخت کې وکړه چې د ولسمشر اوباما د ادارې او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د حکومت تر منځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
د دغو دواړو حکومتونو اړیکې وروسته تر هغه کړکېچنې شوې چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې امریکا د اسرائیل د حکومت په مخالفت ممتنع رأيه وکاروله.
امنیت شورا د نتنیاهو حکومت له لوري په ختیځ بیتالمقدس او لوېدیځه غاړه کې د یهودانو د مېشت ځایونو جوړېدل وغندل.
خو جان کري تېره ورځ د امنیت په شورا کې د امریکا د دریځ دفاع وکړه او ویېویل چې څوک دې ته پاملرنه نهکوي چې د مېشت ځایونو جوړېدل د سولې لپاره ګواښ دی.
نوموړی وايي:
"موږ په ښه حالت کې نهیو چې په ملګرو ملتونو کې پرېکړهلیک تصویبوو. دا پرېکړهلیک په ښکاره وایي چې دواړه لوري باید د سولې د پلي کېدو لارې چارې ولټوي."
جان کري زیاته کړه چې د کلونو په ترڅ کې امریکا ډېرې هڅې وکړې خو څه نتیجهیې ورنهکړه او اوس د دوو دولتونو د جوړېدو مسئله له جدي خطر سره مخامخ ده، که جوړ نهشي حالات به نور هم کړکېچن شي.
د جان کري تر خبرو وروسته د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په ټلوېزیوني وینا کې د جان کري خبرې وغندلې او ویېویل چې دی په داسې وخت کې پر اسرائیل انتقاد کوي چې سیمه د اور په لمبو کې سوځي.
نتنیاهو وویل، جان کري د اسرائیل پر مېشت ځایونو تمرکز کوي او ډېره لږه پاملرنه د فلسطینیانو زور زیاتي ته کوي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ چې نېږدې درې اوونۍ وروسته به د ولسمشر په توګه لوړه وکړي، ویلي دي چې له اسرائیل سره به د ده اړیکې داسې نهوي لکه د اوباما د ادارې چې دي.
ټرمپ وایي چې له اسرائیل سره د اوباما د ادارې چلند له تحقیره ډک دی.