د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

ټرمپ ښايي نور د امريکا "څو اړخیز سياست" تعقيب نه‌کړي


په تېرو ٨ کلونو کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما بهرني پالېسي پر دې نظريه ولاړه وه، که په نړۍ کې امريکا ته ضروري وه، نو په لږو مواردو کې بايد "په يوازې سر" اقدام وکړي.

بارک اوباما ويلي و، دغه څو اړخیز سياست نظم راولي او مسؤليتونه‌يې له نورو ادارو او هېوادونو سره شريک کړي و.

خو د امريکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ د اوباما او تر هغه مخکې د ځينو نورو ولسمشرانو پر ځينو نړيوالو شراکتونو انتقاد کړى دى.

دې مسئلې دا نظريه غښتلې کړې چې د جمهوريت غوښتونکو هغه اجنډا چې "تر هر څه مخکې امريکا" ورته لومړيتوب لري، ښايي دا معنى ورکړي چې امريکا غواړي په يوازې سر اقدام وکړي او تر ډېره پر نورو سازمانونو او هېوادونو تکيه کمه کړي.

وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا يو پرېکړه‎ليک تصويب کړ او په لوېديځه غاړه او د بيت‌المقدس په ختيځ کې يې د اسرائيلو د اباديو جوړونه وغندله،

ښاغلي ټرمپ په خپل ټويټر کې وليکل:

"ملګري ملتونه چې صلاحيت لرونکې اداره ده، اوس د هغو کسانو په «کلب» بدله شوې چې سره راټول شي، خبرې وکړي او ښه وخت په‌کې تېر کړي."

هم اسرائيل او هم ټرمپ له امريکا غوښتنه کړې وه چې د هغه پرېکړه‎ليک د رد لپاره خپل د ويتو له صلاحيته استفاده وکړي، خو د دې پر ځاى د بارک اوباما ادارې هغه پرېکړه‎ليک ته ممتنع يا سپينه رأيه ورکړه.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، د ټرمپ ځينو دريځونو د جمهوريت غوښتونکو انتقادونه هم پارولي دي، په ځانګړې توګه چې ده د جمهوري رياست د انتخاباتو په کمپاينونو کې پر ناټو تړون انتقاد وکړ.

ده وويل چې امريکا ته په کار نه‌دي د خپلو هغو شريکانو دفاع وکړي چې د امريکا او اروپا په دې پوځي تړون کې يې په مالي لحاظ خپل مسؤليتونه نه‌دي ترسره کړي.

ډونالد ټرمپ به درې اوونۍ وروسته رسماً خپل کار پيل کړي او دا معلومه نه‌ده، دى به څومره هغه ژمنې چې د کمپاينونو پر مهال‌يې کړي دي، عملي کړي.

ده که څه هم پر ملګرو ملتونو او ناټو تړون انتقاد کړى و، دا ژمنه‌يې هم کړې ده چې د داعش ډلې پر ضد به له خپلو شريکانو سره پوځي عمليات په شديده توګه تعقيب کړي.

دغه عمليات د ګډو ځواکونو او ائتلاف له‌خوا پر مخ روان دي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما
د امريکا ولسمشر بارک اوباما

د امريکا ولسمشر بارک اوباما په ٢٠١٤ میلادي کال کې د خپلې بهرنۍ پالېسۍ په باب په وينا کې هغه کسان تنبېه کړل چې پر ده‌يې انتقاد کړى و چې ولې هڅه کوي له نورو هېوادونو سره مسؤليتونه شريک کړي.

په دغو انتقادکوونکو کې هغه کسان هم شامل وو چې د ملګرو ملتونو غوندې ادارو له لارې کار کولو ته‌يې د "کمزورۍ نښه" بللې وه.

اوباما ويلي وو، موږ ځکه بايد له نورو سره ګډ کار وکړو چې په خاصو شرايطو کې ګډ اقدام ډېر احتمال لري چې بريالى او پايدار وي او ممکن په لږو مواردو کې د غټو تېروتنو سبب شي.

XS
SM
MD
LG