د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

کندهار کې د افغاني او ایراني تولیداتو ګډ نندارتون پرانیستل شو


په کندهار کې د افغاني او ایراني تولیداتو ګډ درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

دغه درې ورځنی نندارتون د ایران د بېلابېلو سیمو او د کندهار د لسګونو صنعتکارانو په ګډون د ایران د سیستان-بلوچستان او د کندهار د چارواکو له‎خوا پرانیستل شو چې په‌کې یو شمېر خوراکي او غیر خوراکي مواد، غالۍ، په لاس ګنډل شوې افغاني جامې، کرنیز محصولات او نور ډول-ډول تولیدات نندارې ته وړاندې شوې دي.

د دې نندارتون د پرانیستلو پر مهال افغان چارواکو وویل چې دوی غواړي د دې ډول نندارتونونو په وسیله افغاني تولیداتو ته بازار پیدا کړي او په افغانستان کې د پانګونې برخه کې د ایراني سوداګرو پام راواړوي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا ازادي راډیو ته وویل چې په دغه نندارتون کې په شاوخوا ۷۵ غرفو کې ایراني صنعتکارانو او په شاوخوا ۲۵ غرفو کې افغاني صنعتکارانو خپل تولیدات نندارې ته ایښي دي.

ښاغي بینا زیاته کړه:

"دا د ایران غوښتنه وه موږ هم خپل تولیدات ورسره یوځای کړه او دا دی تاسې يې وینئ چې دا نندارتون پرانیستل شو."

په عین وخت کې یو شمېر صنعت‎کاران د افغاني تولیداتو د شهرت لپاره دا ډول نندارتونونه ګټور بولي.

د دوی په وینا ډېری خلک د خپل هېواد د تولیداتو په اړه معلومات نه‎لري.

محمد شفق چې د کندهار په صنعتي پارک کې د مسالې جوړولو فابریکه لري او په دغه نندارتون کې يې خپل تولیدات نندارې ته ایښي د وطني تولیداتو لپاره پر عامه پوهاوي ټینګار کوي.

د کندهار سوداګر که څه هم د افغان او ایراني پانګه‎والو تر منځ د اړیکو ټینګولو لپاره دا ډول نوښتونه ګټور بولي خو تر دې مخکې دغو سوداګرو تل شکایت کړی چې ایراني چارواکي د ویزو برخه کې سمه همکاري نه ورسره کوي او ډېر وخت د چین او نورو هېوادونو څخه د دغه هېواد د لارې د مالونو د انتقال پر مهال ستونزې ورته جوړوي.

راپور : محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG