د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اوریز سیالیو ټورنمنټ ته چمتووالی نیسي.
د کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي نن شنبې ازادي راډيو ته وویل چې د سیالیو په دغه تورنمټ کې د افغانستان په شمول د سکاټلنډ ایرلنډ او متحده عربي اماراتو څخه اته ټيمونه ګډون کوي.
ښاغلی فضلي زیاتوي چې دغه سیالۍ به د جنوري په ۱۴ نېټه پيل شي.
له دې مخکي د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د متحده عربي اماراتو څخه درې سیالۍ ګټلي دي.