د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

ولسمشر غني وايي عادل نظام جوړول‌یې اساسي هدف دی


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د یوه عادل نظام پر بنسټ د ولس او دولت تر منځ ستونزې کمېدای شي نو ځکه همداسې نظام جوړول‌یې اساسي هدف دی.

ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ د ښار جوړونې وزارت له‎خوا په څلورم مکروریانو کې د اصلاحي او فساد ضد پروګرامونو د تطبیق ستاین‌غونډې ته چې په ارګ کې جوړه شوې وه وویل، په دې پروژه کې د اختلاس شویو پیسو بېرته ورکړه، د ملت او دولت تر منځ تړون پیاوړی کوي.

نوموړي چې په دې پروژه کې یې اخیستل شوې غیر قانوني پیسې د څلورم مکروریانو اوسېدونکو ته بېرته سپارلې وویل، دا یوه نمونه ده ولې حکومت په ټوله کې له دوامداره ناورین څخه د خلاصون هڅه کوي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"نن د ۱۰۷ میلیونه افغانیو د اعادې ورځ نه‎ده، نن د حیثیت د اعادې او د ملت او دولت تر منځ د تړون ورځ ده، زموږ اساسي هدف چې نن‌یې یوه نمونه ده او په دې اړه د اسلام د مبین دین احکام لري د عدالت ټینګښت دی، هر چېرې چې عدالت وي له ستونزو وتلای شو نو یو عادل نظام جوړول زموږ او ستاسې اساسي هدف دی."

د افغانستان د ښارجوړونې وزارت وايي چې په څلورم مکروریانو کې په جوړو شویو اووه بلاکونو کې زیات فساد شوی و، تر دې چې له مالکینو یې ۱۰۷ میلیونه افغانۍ غیر قانوني اخیستل شوې وې.

دا پروژه د خصوصي شرکتونو له‎خوا د خلکو په پیسو جوړه شوې چې ډېرو ته‌یې لا هم قبالې نه‌دي ورکړل شوي.

د دغو بلاکونو کار په ۱۳۸۸ کال کې پیل شوی وو چې څه کم ۳۰۰ اپارتمانونه لري.

د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري وايي چې د خلکو تر پرله‎پسې شکایتونو وروسته‌یې په دې اړه څېړنې وکړې او معلومه شوه چې پروژې ډېرې ستونزې لري.

نوموړی وايي، وزارت‌یې د فساد پرضد کوټلي ګامونه اخیستي او بې‌تفاوتي نه‎شي زغملای.

د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري
د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري

ښاغلي نادري زیاته کړه:

"د اداري فساد سره مبارزه تل زما د کارونو په سر کې ځای لري، د ښې حکومتوالی او د خلکو قانوني غوښتنو ته د رسېدو برخه کې به له هېڅ ډول هڅو دریغ ونه‎کړم."

افغان حکومت داسې وخت په پروژه کې د خلکو خوړل شوی حق بېرته دوی ته سپاري چې د فساد پرضد یې کړې ژمنه وخت نا وخت د خلکو له‌خوا ننګول شوې او د حکومت دا خبره یوازې شعار بلل شوی دی.

د مکروریانو یو شمېر اوسیدونکي د حکومت دا اقدام ستايي او وايي چې پخوانیو چارواکو او خصوصي شرکتونو د دوی د مجبوریت څخه په استفادې تر دوه نیم لکه افغانیو غیر قانوني پیسې پر دوی وضع کړې وې.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG