د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلان وايي چې د کرکټ برخه کې د تېرو پنځو کلونو مالي دوره څېړل کېږي.
د کرکټ بورډ نوي مشر عاطف مشعل نن په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کی په دې اړه وویل:
"یوه اداره به د تېرو پنځو کلونو لپاره د کرکټ اداره تفتیش کړي او که غلا، فساد، تېروتنه او نورې ستونزې ولیدل شوې، انشاءالله په ډېر جرأت بهیې له تاسو سره شریک کړو."
شکرالله عاطف مشعل څو ورځې وړاندې د نسیمالله دانش پر ځای د کرکټ بورډ عمومي رئیس وټاکل شو.