د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

ټایمز: حلب کې د سوریې د رژیم بریا تهران په سیمه کې زړور کړ


له لندنه خپریدونکي ټایمز ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې په تهران کې د اسلامي وحدت په نوم کنفرانس کې د طالبانو د یو شمېر مشرانو د ګډون په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه د دې لیکنې په یوه برخه کې وايي، تهران او طالبان تل دا ادعا چې ایران د افغان طالبانو ملاتړ کوي ردوي، خو د مذاهبو د یووالي کنفرانس ته د طالب مشرانو د وربللو سره یې دا حقیقت څرګند کړ.

د ټایمز په وینا، تهران ته د طالب مشرانو تګ د افغانستان په کړکېچ کې ټولو ښکیلو لورو ته روښانه پیغام رسوي، هغه دا چې د سعودي عربستان او امریکا له ملاتړ لرونکو یاغیانو څخه د سوریې د حلب ښار له نیولو وروسته ایران کولای شي د منځنۍ ختیځ په لیکو او تردې ور اخوا په روانو کړکېچونو کې جوت اغېز ولري.

ورځپاڼه وايي، په حلب کې د سوریې د رژیم بریا چې د ایران او روسیې په ملاتړ یې ترلاسه کړه، تهران نور هم په سیمه کې زړور کړ.

ټایمز ورځپاڼه وړاندې لیکي:

د لویدیځ استخباراتي ادارو تل له افغان طالبانو څخه د ایران د ملاتړ او ان په ایران کې د ځیني امنیتي شبکو سره د نشه‎یي موادو د قاچاق په اړه د طالبانو د اړیکو په هکله څرګندونې کولې، خو دا ځل خپله ایران څرګنده کړه چې د افغانستان په کړکېچ کې عملاً لاس لري.

د ټایمز په وینا د طالبانو ځینو سرچینو ویلي، تهران کې دې سیمه ییز کنفرانس کې د دوی ګډون په افغانستان کې د یوه لوري په توګه دوی ته د مشروعیت ترلاسه کولو زمینه برابره کړه.

ورځپاڼه د یو پاکستاني خبریال طاهرخان له خولې چې طالبانو ته نېژدې ګڼل کېږي لیکي:

ایران په افغانستان کې له خپلو امکاناتو څخه په ځیرکۍ کار اخلي.ورځپاڼې د دې پاکستاني خبریال له خولې ویلي، د افغانستان د سولې په بهیر کې د سعودي عربستان رول ډېر کم شوی دی او له عربي هېوادونو څخه د طالبانو ناخوښي د دې سبب شوی چې دا ډله تهران ته نوره هم نېژدې شي.

هېل:

له امریکا خپریدونکې هېل خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼې کې د امریکا د دفاع د وزارت د هغه وروستي راپورځینې برخې خپرې کړي چې په کې وايي، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پرمختګونه لرل خو تداوم یې نه درلود.

خپرونه د امریکا د دفاع د وزارت په ۱۰۶ پاڼو کې د خپاره کړي دې راپور په حواله وايي، افغان ځواکونو د تېرکال په جګړو کې وښوده چې د مهمو ګڼ میشتو سیمو او ښارونو د دفاع توان لري او طالبان یې پرې نه ښودل چې کوم لوی ښار یا مهمه سیمه ونیسي.

خو خپرونه زیاتوي ، په لېرې پرتو سیمو کې لاهم طالبان خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او په اټکلي توګه د افغانستان په سلو کې لس وګړي د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ژوند کوي.

هیل خپرونه وايي، د افغانستان ملي اردو تېرکال له دفاعي حالته تهاجمي حالت غوره کړ چې دا یې یوه بله بریا ده.

خو د خپرونې په وینا د ساتنې، اکمالاتو او مشرتابه برخو کې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه ستونزې لري چې د نړیوالو په ځانګړي توګه د امریکا د مرستو دوام ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG