د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

افغانستان د شفافې حکومتدارۍ د نړيوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړ


د افغانستان د تدارکاتو اداره د شفافې حکومتوالۍ نړيوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب د حکومت له خوا د شویو ژمنو د عملي کېدو، د اداري فساد سره د مبارزې، د تدارکاتو په څرنګوالي او د لویو قراردادونو برخه کې د ښه والي لپاره مهم او اغېزمن ګڼي.

د دغې ادارې سلاکار سهیل کاکړ د شنبې په ورځ په يوه خبري کنفرانس کې وویل، دغه بدلون کولای شي خلکو ته د معلوماتو په لاسرسي کې ډېروالی راولي او په دې برخه کې شفافیت ته زمینه برابره کړي.

ښاغلي کاکړ زیاته کړه:

"د تدارکاتو ملي اداره په دې هڅه کې ده چې رسنیو، خلکو او مدني ټولنو ته لازم معلومات او اطلاعات ورکړي څو په مقابل کې موږ هم ځان مسؤل او ځواب ورکونکي وګڼو چې کومې پروژې د وزارتونو له‎خوا له پړاوونو تېریږي او د تدارکاتونو د ملي کمېسیون له‎خوا منظورېږي او پلي کېدو ته وړاندې کېږي او دغه بهیر څومره وخت نیولای او د شفافیت له اړخه څنګه وو."

د شفافې حکومتوالۍ سازمان په ۲۰۱۱میلادي کال کې د ۸ هېوادونو له‎خوا د شفافې حکومتدارۍ د رامنځته کولو په هدف تأسیس شو چې اوسمهال دغه سازمان کې ۷۵ هېوادونه غړیتوب لري.

د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان حکومت د لندن په کنفرانس کې د شفافیت نړېوال سازمان سره د غړیتوب ترلاسه کولو ژمنه وکړه او وتوانېد چې د روانې عیسوي میاشتې په نهمه نېټه د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په لویو قراردادونو کې د سم نظارت او کنټرول د نشتوالي له امله اندېښنې موجودې وې.

د اداري فساد سره د مبارزې بنسټونو تل په دې ټینګار کړی چې د لویو قراردادونو برخه کې د شفافې حساب ورکونې لپاره يو سیسټم رامنځته او د قراردادونو په تړون او لویو پروژو کې عملي شي.

خو بیا هم د افغانستان د شفافیت سازمان وايي، لا هم په دې برخه کې په پراخه کچه فساد موجود دی او د فساد شبکې په حکومت کې فعاله دي.

د دغه بنسټ اجرائیه رئیس سید اکرام افضلي چې په دغه ناسته کې ګډون درلود د شفافې حکومت دارۍ نړېوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د يو شمېر ژمنو او سپارښتونو د عملي کېدو لپاره مهم وباله.

د افغانستان د شفافیت سازمان بنسټ اجرائیه رئیس سید اکرام افضلي
د افغانستان د شفافیت سازمان بنسټ اجرائیه رئیس سید اکرام افضلي

خو نوموړی په دې برخه کې د حکومت په قوي ارادې او عملي اجراتو ټینګار کوي.

"په افغانستان کې غوره او شفافه حکومتوالۍ د دغه سازمان له لارې رامنځته کیدای شي، خو دا چې د افغانستان حکومت کولای شي چې خپلې ژمنې عملي کړي او که نه،په دې اړه باید ووایم چې يو شمېر ژمنې دومره مشکلې ندي او سیاسي ارادې ته اړتیا لري."

د ښې حکومت والۍ او د تدارکاتو په برخه کې د فساد سره د مبارزې هڅې په داسې حال کې جریان لري چې د اصلاحاتو او ښې حکومت والۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي چې د حکومت يو شمېر لوړ پوړي چارواکي په غير قانوني توګه په لویو قراردادونو کې شریک دي.

د سیاسي چارو کارپوه اصف بکتاش ويلي چې د حکومت د يو شمېر لوړ پوړو چارواکو د مشکوکو شتمنیو څېړل په دې برخه کې يوه لویه ننګونه ده.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG