د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

د روسیې راتلونکو انتخاباتو کې "الکسي نوالني" ځان کاندیدوي


په روسیه کې د اپوزېسیون پېژندل شوی مشر الکسي نوالني وايي، د روسیې د جمهوري ریاست په راروانو ټاکنو کې به ځان کاندید کړي.

د روسیې د جمهوري ریاست ټاکنې د ۲۰۱۸ میلادي کال په مارچ میاشت کې کېږي.

داسې ګڼل کېږي چې د الکسي نوالني دې اعلان د ولسمشر ولادیمير پوتین لپاره چې له اوږدې مودې راهیسې د دې هېواد د رهبري کړۍ په لاس کې لري، د سیالۍ نوی میدان پرانیستی دی.

په روسیه کې د اپوزېسیون دې پېژندل شوي مشر پرون سې شنبه یوه وېډیو خپره کړه چې په هغه کې یې د روسیې د جمهوري ریاست په راروانو ټاکنو کې کاندیدۍ ته تیاري اعلان کړې ده.

الکسي نوالني
الکسي نوالني

نوالني په‎ دې وېډیو کې ویلي:

"زه په انتخاباتو کې ځان کاندیدوم او د بري لپاره به مبارزه کوم. زه به هغه مسایل چې ټول خلک ورباندې پټه خوله دي او ډېره موده مخکې باید خبرې ورباندې شوې وی، مطرح کوم."

الکسي نوالني پر خپله وېب‎پاڼه چې د کرملېن لپاره د هغه مبارزې ته ځانګړې شوې، ویلي چې روسیه باید ازاد او پیاوړی هېواد وي او دی د انتخاباتو د ګټلو لپاره داسې پروګرام وړاندې کوي چې روسیه په پیاوړي او پرمختللي هېواد بدلولای شي.

الکسي نوالني په روسیه کې د اداري فساد پر ضد د کلک کمپاین چلولو له امله ډېر پېژندل شوی او د دې هېواد پر واکمنۍ له سختو منتقدانو ګڼل کېږي.

الکسي نوالني په روسیه کې د اداري فساد پر ضد د کلک کمپاین چلولو له امله ډېر پېژندل شوی
الکسي نوالني په روسیه کې د اداري فساد پر ضد د کلک کمپاین چلولو له امله ډېر پېژندل شوی

هغه په روسیه کې لومړنی سیاستوال دی چې د جمهوري ریاست په راروانو ټاکنو کې یې د خپلې کاندیدۍ اعلان کړی دی.

الکسي نوالني په روسیه کې پر رأيې ورکوونکو غږ کړی چې که دی وټاکي، له اداري فساد سره به مبارزه کوي او ټولنیز مساوات او عدالت به تأمینوي.

هغه ویلي چې روسیه کې د پانګې ۸۸ سلنه برخه د دې هېواد د یو فیصد وګړو د لسمې برخې په لاس کې ده.

هغه ویلي:

"په دې ټاکنو کې به زه ستاسې غږ یم د هغو میلیونونو روسانو اواز به یم چې په صداقت کار کوي، کوچنیان لویوي، مالیه ورکوي او له خپله هېواده سره مینه لري خو چارواکي یې غږ نه‌اوري. هغوی له پامه غورځول شوي، پانګه‌یې غلا شوې او له خپله دې حقه محروم شوي چې په عزت په خپل هېواد کې ژوند وکړي."

الکسي نوالني څلوېښت کلن دی.

په روسیه کې د کرملېن تر کنټرول لاندې خبري رسنیو کې د الکسي نوالني پر څرګندونو بندیز دی خو هغه د انټرنټ په مرسته پر ولسمشر پوتین فشار راوستی او د روسیې په لوړو حکومتي کړیو کې د اداري فساد په اړه د مفصلو رپوټونو خپرولو ته‌یې دوام ورکړی دی.

ولادیمیر پوتین له ۱۹۹۹ میلادي کال راهیسې په روسیه کې د ولسمشر او صدراعظم پر څوکیو پاتې شوی او د قانون پر اساس یو وار بیا د دې هېواد د جمهوري ریاست شپږ کلنې دورې ته د کاندیدۍ صلاحیت لري.

داسې اټکل کېږي چې پوتین به ځان د جمهوري ریاست لپاره کاندیدوي خو تر اوسه‌یې دا اعلان نه‎دی کړی.

په ۲۰۱۲ میلادي کال کې قدرت ته د پوتین تر رسېدو وروسته خلکو لاریونونه وکړل.

د دې لاریونونو د غلي کولو او د اپوزېسیون د پلویانو د ځپلو له امله په کور او بهر کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین موقعیت ته ضرر ورسېد او له غربي دولتونو سره‌یې د هغه لانجې زیاتې کړې.

د روسیې د سیاسي حالاتو یوه څارونکي ولادیمیر سولوي پرون ازادي راډیو ته وویل چې د الکسي نوالني له لوري دا اعلان به له سیاسي اړخه، د روسیې چارواکو ته د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د هغه د ګډون مخنیوی او د دې لپاره له محکمې کار اخیستل ګران کړي.

الکسي نوالني تر دې وړاندې په دوو دورو کې په مالي درغلۍ تورن شوی خو هغه ویلي چې کرملېن د ده د مخالفت د ځپلو لپاره دا کار کړی دی.

د روسیې سترې محکمې د روان کال په نومبر میاشت کې پر الکسي نوالني د مالي درغلۍ یو تور رد کړ چې له امله‌یې په ټاکنو کې د نوالني ګډون ته قانوني ممانعت لیرې شو.

خو که چېرې په دوهم مورد کې مجرم وپېژندل شي، په ټاکنو کې ځان نه‎شي کاندیدولای.

خو د روسیې د سیاسي چارو یو څارونکی ولادیمیر سولوي وايي چې الکسي نوالني له‎ دې اعلان سره کرملېن او نړیوالو ته څرګنده کړه چې د هغه پر ضد قانوني اقدام یا محکمې ته د هغه استول سیاسي اړخ لري.

XS
SM
MD
LG