د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

ارګ حکومتي ادارو کې د قومي او حزبي مصلحتونو پر بنا پرېکړې ردوي


د افغانستان حکومت وايي، په حکومتي چارو کې د شفافیت او حساب‌دهۍ اصل ته په پام پرېکړې کېږې او په حکومتي چارو کې د قومي او حزبي مصلحتونو پر بنا پرېکړې ردوي.

د افغانستان د ولسمشر دفتر دا خبر رد کړ چې په حکومتي ادارو کې د سیاسي او قومي مصلحتونو پر اساس پرېکړې کېږي او د اداري فساد پر ضد مبارزه‌یې کمزورې کړې ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال پرون دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ملي وحدت حکومت دواړه رهبران د اداري فساد پر ضد مبارزې ته کلک تعهد لري او په‎ دې برخه کې هېڅ ډول سیاسي یا قومي مصلحت په پام کې نه‎دی نیول شوی.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال

دواخان مینه‎پال زیاته کړه:

"د ملي وحدت حکومت دریځ له فساد سره د مبارزې برخه کې ډېر واضح دی او د حکومت دواړه مشران په‎ دې برخه کې کلک تعهد لري. نړیوالو ادارو چې د شفافیت برخه کې کار کوي، ارزونې یې دا ښيي چې د ملي وحدت حکومت تعهد او له فساد سره مبارزه تر ټولو ښکاره او محسوسه ده."

په وروستیو کې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې عالي ادارې وویل چې د سیاسي او قومي مصلحتونو پر اساس پرېکړو د افغانستان په حکومتي چوکاټ کې له اداري فساد سره مبارزې ته خنډ پېښ کړی دی.

د دې ادارې مشر سید حسین فخري پرون ازادي راډیو ته وویل، حکومت کې د اداري فساد د مبارزې برخه کې ځیني پرمختګونه شوي خو دا مبارزه بریالۍ ځکه نه‎شي بلل کېدلای چې لا هم زیاتې پرېکړې د قومي او سیاسي لومړیتوبونو پر اساس کېږي.

فخري: فساد ضد مبارزه کې دې رهبرۍ کې واحده پالېسي رامنځته شي
فخري: فساد ضد مبارزه کې دې رهبرۍ کې واحده پالېسي رامنځته شي

ښاغلي فخري زیاته کړه چې د اداري فساد پر ضد د بریالۍ مبارزې لپاره باید د افغانستان د حکومت په سیاسي رهبرۍ کې یوه واحده کړن‎لاره رامنځته شي.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال د فساد په وړاندې د مبارزې د عالي ادارې د مشر دا څرګندونې رد کړې او ویې‌ویل چې په حکومتي چارو کې شفافیت تر هر څه مخکې په پام کې نیول کېږي.

دوا خان مینه‎پال ازادي راډیو ته وویل:

"موږ دا کاملاً ردوو. نه قومي اجرأت کېږي، نه حزبي اجرأت کېږي او نه سلیقوي اجرأت کېږي. دا دې دوی روښانه کړي چې په کوم ځای کې قومي او حزبي تصامیم نیول شوي دي. د افغانستان د حکومت تصامیم د افغانستان د ادارو د سمون لپاره دي او د دې لپاره کار کېږي چې اداره جواب‎ګویه او د ټولو خلکو لپاره د اعتبار وړ شي."

دا په‎ داسې حال‎ کې ده چې د شفافیت نړیوال سازمان "Transparency International" افغانستان د نړۍ په هغو پنځو هېوادونو کې بللی چې اداري فساد په‎کې زیات دی او ان د دې هېواد امنیت‌یې خراب کړی دی.

د دې سازمان په کلني رپوټ کې راغلي چې افغانستان، شمالي کوریا، سومالیا، انګولا، جنوبي سوډان او سوډان د نړۍ هغه پنځه هېوادونه دي چې اداري فساد اوج ته په‎کې رسېدلی دی.

دې سازمان ویلي، په افغانستان کې د اداري فساد د زیاتوالي له امله میلیونونه ډالر چې باید پر بیارغونه او د دې هېواد د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره لګېدلي وی، غلا شوي او د سولې د ټېنګولو هڅو ته‌یې جدي زیان رسولی دی.

XS
SM
MD
LG