د اسیا پراختیايي بانک د افغانستان له حکومت سره د برېښنا د څو پروژو لپاره د مرستې قرارداد لاسلیک کړ.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د اسیا له پراختیايي بانک سره د قرارداد پر اساس به درې سترې او څو فرعي پروژې پیل شي.
د دې وزارت مرستیال امانالله غالب پرون دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې پر دې پروژو لږ تر لږه ۴۵۰ میلیونه ډالر لګښت راځي چې ۳۰۰ میلیونه ډالر یې د اسیا پراختیايي بانک او پاتې يې د ناټو تړون، د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو اداره «یو، اس، اې ډي» او نورې مرستندویه ادارې ورکوي.
امانالله غالب زیاته کړه:
"یوه پروژه به چې «Back to Back» ورته ویل کېږي، په پلخمري کې پیل شي چې د برېښنا د یوه سب سټېشن جوړول پهکې شاملېږي. دا به د ترکمنستان برق د افغانستان له برق سره یوځای کړي او بیا موږ کولای شو چې پر تاجکستان او ان پاکستان برق خرڅ کړو. دوهمه برخهيې د بامیان ولایت له مرکزه تر الوان سیمې د برېښنا د انتقال پروژه ده چې پر اساس بهیې په بامیانو کې ۲۰ زره کورنیو ته برېښنا ورسېږي او دوه سب سټېشنونه به ورته جوړ شي. د دې پیسو یوه برخه به پر هغو پروژو چې اوسمهال کار پرې روان دی، ولګېږي. له تخاره تر بدخشانه د برېښنا د لېږدولو پروژه چې پر اساس بهيې په کشم ولسوالۍ کې د برېښنا سب سټېشن جوړ شي، هم په دې کې شامله ده."
د ښاغلي غالب په وینا، د دې پروژو کار به تر ۲۰۱۸ میلادي کاله بشپړ شي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال څرګنده کړه چې د دې پروژو له بشپړېدو سره به افغانستان په سیمه کې د انرژۍ د ټرانزیټ په مرکز بدل شي چې د ملي وحدت حکومت یو اصلي هدف دی او د دې هېواد له اقتصادي ودې او د امنیت له ښه کېدو سره به د پام وړ مرسته وکړي.
امانالله غالب زیاته کړه چې حکومت به د برېښنا د انتقال د دې پروژو تر بشپړېدو وروسته، له لمره د انرژۍ د تولید «سولرانرژي» پر پروژو کار پيلوي.
امانالله غالب وویل:
"له لمره د انرژۍ د تولید د پروژو پر اساس به کابل او د جنوبي سیمو ولایتونو ته د برېښنا د انتقال کار پیل شي. په دې پروژو کې به د سولر انرژۍ د تولید ماشینونه په کار پیل وکړي. د دې پروژو قراردادونه لا نهدي نهايي شوي خو تعهد یې شوی دی."
د اسیا پراختیايي بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د شوي قرارداد پر اساس به د ترکمنستان ۵۰۰ مېګاواټه برق لین له افغانستان سره ونښلول شي.
دا قرارداد ۱۰ کلن دی خو د دواړو هېوادونو د حکومتونو د پرېکړې پر اساس تمدیدېدلای شي.
د دې بانک په وینا، د دوشي او بامیان تر منځ د برېښنا د انتقال پروژې له بشپړېدو سره ښايي ۱۵۰ زره کورنیو ته برېښنا ورسېږي.
د اسیا پراختیايي بانک په تېره یوه نیمه لسیزه کې له افغانستان سره د ټرانسپورټ، د انرژۍ د تولید او اقتصادي ودې په برخه کې تر یو میلیارد ډالرو زیاته مرسته کړې ده.
دې بانک له افغانستان سره د درې اعشاریه درې میلیارده ډالرو مرستې تعهد کړی دی.