د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

خادم‎زوی: ارزګان کې ۳ میاشتنۍ جګړې بزګر د کوکنارو کښت ته اړ کړل


د ارزګان مسؤلین وايي، دا ولایت د افغانستان یو له هغه ناامنه ولایتونو څخه دی چې ۹۰ سلنه برخه‌يې د وسله‎والو طالبانو تر ولکې لاندې ده او کروندګرو يې د کوکنارو کښت ته مخه کړې ده.

ارزګان ولایت کې د ولایتي شورا وکیل عبدالکریم خادم‎زوی د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ارزګان ولایت خلک تېرې درې میاشتنۍ جګړې دې ته مجبوره کړي چې د کوکنار کرکېله وکړي، څو له همدې لارې د اړتیا وړ پیسې لاسته راوړي.

نوموړی وايي، د کوکنار کر هغه سیمو کې شوی کوم چې د وسله‎والو طالبانو تر ولکې لاندې وي.

د ده په خبره چې وسله‎وال طالبان له همدې لارې عاید لاسته راوړي او حکومت‌يې باید مخه ونیسي.

ارزګان ولایت کې د ولایتي شورا وکیل عبدالکریم خادم‎زوی
ارزګان ولایت کې د ولایتي شورا وکیل عبدالکریم خادم‎زوی

ښاغلی خادم‎زوی وايي:

"د ارزګان ولایت خلک ډېر غریبان دي، کار او کسب نه‌شته نو ځکه دغه خلک د تاریاکو کرکېلې ته مخه کوي او بل دا چې د ارزګان ولایت زیاتره سیمې د وسله‎والو طالبانو په لاس کې دي ځکه د وسله‎والو طالبانو ۵۰ سلنه جګړه د تاریاکو پیسې تمویلوي."

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت د والي مرستیال عبدالواحد پټان ازادي راډیو ته وویل، دوی پلان لري چې د ارزګان ولایت ټولې هغه سیمې چې د وسله‎والو طالبانو تر ولکې لاندې وي لومړی تصفیه او وروسته‌يې کوکنار له‎منځه یوسي.

نوموړی وايي، موږ هڅه کوو چې د کروند‎ګرو لپاره د کوکنار بدیل کښت پیدا کړو څو دوی خپله د کوکنارو له کښته لاس واخلي.

د ارزګان ولایت د والي مرستیال عبدالواحد پټان
د ارزګان ولایت د والي مرستیال عبدالواحد پټان

ښاغلي پټان زیاته کړه:

"موږ د کروند‎ګرو لپاره سړې خونې اصلاح شوي تخمونه په نظر کې لرو، خو ولې موږ د کوکنارو کرلو اجازه هېڅ‌چاته هم نه‌ورکوو، هغه سیمې چې وسله‎وال طالبان په‎کې نه‌وي موږ به هرو مرو د هغو سیمو کوکنار له‌منځه وړو."

ښاغلي پټان دا هم وویل چې ارزګان ولایت کې د نشه‎يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست د کوکنارو د مخینوي لپاره هېڅ کوم اقدام نه‎دی کړی ځکه نو دغلته د کوکنارو کښت زیات شوی دی.

هاخوا په ارزګان ولایت کې یو شمېر کروند‎ګر وايي چې دولت د کوکنارو بدیل کښت دوی ته نه‌دی موندلی او دوی هم مجبوره شوي دي چې د کوکنارو کښت ته مخه کړي.

د ارزګان ولایت یو شمېر کروندګرو ازادي راډیو ته وویل:

"زما نوم سلطان محمد دی، موږ ځکه کوکنار کرو چې سیمه کې اوبه نه‎لرو، اوبه په ماشینینو له څاه راباسو، نو که غنم وکرو اړتیاوې مو نه‌راپوره کوي."

"زمانوم حیات‌الله دی، ما خپله تاریاک کرلي، که ویې نه‌کرم، پورونه مې څنکه ادا کړم، دولت دې د کار زمینه رابرابره کړي."

دا په داسې کال ده چې تېر کال هم ارزګان ولایت کې د ولایت مقام په ۱۰ مترۍ کې کروندګرو کوکنار کرلي وو، خو د له‎منځه وړلو لپاره‌يې هېڅ کمپاین نه‌و شوی چې د کوکنارو پر وړاندې د چارواکو پڅ دریځ کروند‎ګر نور هم دغه کښت ته زړور کړي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG