د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

ټرمپ: ویاړم چې ټایم مجلې د کال شخصیت معرفي کړم


د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، په دې ویاړي چې ټایم مجلې د کال شخصیت معرفي کړی دی.

ټرمپ د ټایم مجلې له اعلانه وروسته «اېن. بي. سي» ټلوېزیون ته وویل چې دا لقب ورته ډېر ارزښت لري.

ټایم مجله هر کال یو څوک چې په درست کال کې په رسنیو کې زیات یاد شوی وي، د کال شخصیت نوموي.

ټایم مجلې د سږ کال د شخصیت لپاره درې کاندیدان لرل، د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ، د ده سیاله هېلري کلېنټن او هک‌کران یا انټرنټي درغلګر چې یو کس نه بلکې یوه ډله خلک په‎کې شاملېږي.

د ټایم مجلې مرستیال اډېټر بن ګولډ برګر وايي، ۲۰۱۶ میلادي کال په امریکا او نړۍ کې په دې درېيو کاندیدانو تر ټولو زیات خبرونه راڅرخېدل.

ګولډ برګر د ټایم د کال شخصیت د اعلانولو په ترڅ کې وویل، بې له شکه په ۲۰۱۶ میلادي کال تر ټولو خبر جوړوونکی شخصیت ډونالد ټرمپ و.

دی وايي:

"د ټایم مجلې د ۲۰۱۶ میلادي کال شخصیت، د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ دی. ټایم مجلې په تېرو ۹۰ کلونو کې هر هغه څوک په دې نامه نومولی چې ښه یا بد اغېز یې په نړۍ کې لرلی دی. نو فکر کوم چې سږ کال په دې کې د پوښتنې ځای نه‌و چې دا کس دې ډونالد ټرمپ وي."

د ټایم مجلې مرستیال اېډېټر همداراز وویل، په دې کې څه نه‌شي ویلی چې ټرمپ ته‌یې دا نوم نوموړي ته د ښه‌والي او که بدوالي په خاطر ورکړی دی.

د ولسمشرۍ په کمپیاین کې د ټرمپ شعار و:

"راځئ چې امریکا لا ښه کړو."

ښاغلي ټرمپ له ټایم مجلې سره په مرکه کې ویلي چې هدف‌یې د امریکا بیا جوړول دي:

"درته ویلای شم چې دا د هغه چا لپاره چې دا هېواد پرې ګران دی، یوه ویاړلې تجربه وه. دا یو ستر هېواد دی او تر خپل نفوس پیاوړی دی، ځکه چې که تاسو چین او هند ته وګورئ، د هغو نفوس زیات دی. خو که وګورو چې د دغه هېواد لپاره مو چې پر ځمکه تر ټولو افسانوي هېواد دی او تل افسانوي پاتې شوی، څه کړي؟ موږ یې د بایللو په حال کې و او زه نه‌غواړم چې له لاسه‌یې ورکړم."

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر بارک اوباما دوه ځلې د ټایم مجلې د کال شخصیت غوره شوی دی.

تېر کال د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل د پناه غوښتونکو د پالنې لپاره د ټایم مجلې د کال شخصیته غوره شوه.

د امریکا په نورو ولسمشرانو کې جورج ډبلیو بوش، مشر بوش یا جورج بوش، بېل کلېنټن، رونالډ رېګن د ټایم مجلې د کال شخصیتونه غوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG