د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

دفاع وزارت د جان نېکلسن وروستۍ څرګندونې رد نه‌کړې


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن هغه څرګندونې چې ویلي و د افغان ځواکونو په وړاندې لويې ننګونې فساد او کمزوري رهبري ده د افغانستان دفاع وزارت نه‌ردوي.

د دغه وزارت ویاند محمد رادمنش د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، ممکن اوس هم د افغانستان په اردو کې فساد موجود وي، خو ټینګار کوي چې د وزارت رهبري د فساد د له‎منځه وړلو ته ژمنه ده.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

رادمنش زیاته کړه:

"زه د ښاغلي جنرال جان نېکلسن خبرې نه‌ردوم، خو موږ د فساد پر وړاندې مبارزه کې مهمې لاسته راوړنې لرو او په باور سره مصمم یو چې دفاع وزارت په ټولو سطحو کې د فساد مخه ونیسو."

نېکلسن چې د جمعې په ورځ د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون په مقر کې له خبریالانو سره خبرې کولې څرګنده کړه چې اکمالاتي سیسټم کې فساد او غفلت د دې سبب شوی چې پوځي اډو کې افغان سرتېرو ته اوبه، غذا او جنګي تجهیزات ونه‌رسېږي.

جنرال جان نېکلسن همدارنګه ویلي چې دې ستونزې د جګړې په ډګرونو کې د افغان ځواکونو په روحیه ناوړه اغېز کړی.

د جنرال جان نېکلسن له څرګندونو وړاندې دې ته ورته څرګندونې په افغانستان کې هم مطرح شوې وې.

ان په ځينو مواردو کې د جګړې لومړۍ کرښو ته د مهماتو، غذا او اوبه د نه‌رسېدو په اړه شکایتونو شوي و.

د پوځي چارو کارپوه عتیق‌الله امرخېل په دې باور دی چې د افغانستان اردو کې له تېرو وختونو راهیسې فساد موجود دي.

ښاغلي امرخېل ازادي راډيو سره په مرکه کې وویل چې نېکلسن باید دغه موضوع له رسنیو سره شریکه کړې نه‌وی.

پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل
پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل

دی وايي:

"ولې نېکلسن پر دغې مسئلې تبصره وکړه، په داسې حال کې چې خپله په هغه څه کې شریک دي چې په افغانستان کې ترسره شوي، اردو دوی په ‎خپله جوړه کړې، دوی يې په ګمارلو کې رول لري، دوه سری حکومت دوی جوړ کړی چې د فساد لامل ګرځي، اطاعت له‎منځه تللی او هر کس په یو بل کس پورې تړلی دی."

خو د ولسي جرګې غړي نذیر احمدزي بیا د افغانستان په ملي اردو کې د ستونزې اصلي د یوې واحدې رهبرۍ نه‌موجودیت بولي.

د ولسي جرګې غړی نذیر احمدزی
د ولسي جرګې غړی نذیر احمدزی

نوموړی وايي:

"د دفاع وزارت په یو شمېر کړیو کې لويې ستونزي موجودې دي، لکه له یوې واحدې قوماندې څخه اطاعت نه‎کوي، مثلاً په کندز کې د ملي اردو نتیجه منفي وه، په دغه مورد کې باید تغییرات یا همغږي رامنځته شي."

د ولسي جرګې دغه غړی په دې برخه کې له ولسمشره غواړي چې د ملي اردو په چوکاټ کې اصلاحات راولي.

ښاغلی احمدزی وایي، تر هغه وخته چې په دفاع وزارت کې ملي اردو ځواکونه له یوې واحدې مرجعې څخه اطاعت ونه‎کړي، تر هغه به د افغانستان په ملي اردو کې ستونزې له‎منځه ولاړې نه‎شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG